د زیارت پيښي کې وژل شويو کسانو له کورنیو سره د یووالي او خواخوږۍ په موخه، د آل پارټیز د دهرنا کمېټې په اپیل د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې شټرډاون هړتال روان دی۔ د هړتال له امله بازارونه، مارکېټونه او سوداګریز مرکزونه تړل شوي، او د ورځنیو کاروباري فعالیتونو بهیر اغېزمن شوی دی۔ همدارنګه په سړکونو د ټرافیکو تګ راتګ هم د معمول په پرتله کم لیدل کېږي۔ تفصيل د نعيم اچکزي په راپور کې