د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ،د جولایۍ په ۱۸مه، نوره هم پراخه شوې؛ امریکايي ځواکونو پرله‌ پسې اوومه شپه د ایران پر پوځي، سمندري او لوژستیکي مرکزونو هوايي او سمندري بریدونه کړي، په داسې حال کې چې تهران په بحرین، قطر، کویت او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو او اړوندو بنسټونو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو ځوابي بریدونه کړي دي.

 

له دې سره د هرمز په تنګي او شمالي هند سمندر کې هم پوځي او سمندري کړکېچ زیات شوی او دواړه خواوې د سوداګریزو بېړیو د درولو، پلټلو او د سمندري تګ راتګ د محدودولو هڅې کوي.

 

د امریکا مرکزي پوځي قوماندانۍ ویلي دي، چې په تازه بریدونو کې یې د ایران د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه، پوځي اکمالاتي لارې، د سمندري څار مرکزونه، مخابراتي برجونه، د توغندیو اړوند مرکزونه او د سپاه پاسداران هغه اسانتیاوې په نښه کړې دي چې د هرمز تنګي د څار او کنټرول لپاره کارېدې.

 

امریکايي چارواکي وايي، د جنګي الوتکو، بې‌ پیلوټه الوتکو او جنګي بېړیو په مرسته شوې حملې د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره دي.

 

په ایران کې بیا دولتي رسنیو د اهواز، یزد، لار، سیریک، جاسک، بندر عباس او د ایران په نورو سویلي او مرکزي سیمو کې د چاودنو خبر ورکړی دی.

 

د امریکايي بریدونو پر مهال د بندر عباس شاوخوا څو سرکونه او پلونه، د چابهار په بندر کې یو څارنیز برج، د اورګاډي ځیني اسانتیاوې او یو هوايي ډګر هم زیانمن شوي دي. امریکا وايي، دغه بنسټونه د ایران د پوځي اکمالاتو او سمندري څار لپاره کارېدل، خو تهران یې ملکي او اقتصادي اسانتیاوې بولي.

 

د ایران پراخ ځوابي بریدونه

 

 

د ایران سپاه پاسداران ویلي دي، چې د امریکا د نویو بریدونو په ځواب کې یې په بحرین، قطر، کویت او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو حملې کړې دي. سپاه پاسداران دعوه کړې چې په بحرین کې یې د امریکا د بې‌ پیلوټه الوتکو یوه زېرمه، د څار او رادار مرکزونه او نورې پوځي اسانتیاوې په نښه کړې دي.

 

د ایران سمندري ځواکونو هم ویلي دي چې په شمالي هند سمندر کې یې د کروز توغندي په وسیله یوه امریکايي پوځي بېړۍ په نښه کړې، خو امریکا تر اوسه د دغې دعوې تایید نه دی کړی.

 

په بحرین کې د خطر زنګونه وهل شوي، په داسې حال کې چې د کویت او اردن چارواکو ویلي، د ایران یو شمېر توغندي او بې‌ پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي. په قطر کې هم د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي او د پلازمېنې دوحې په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو قطري چارواکو د احتمالي زیانونو په اړه محدود معلومات ورکړي دي.

 

ایران وايي، یوازې هغه مرکزونه په نښه کوي چې امریکا یې د ایران پر ضد د عملیاتو لپاره کاروي، خو د سیمي هېوادونه وايي چې د ایران حملې د دوي خپلواکي او د ملکي خلکو خوندیتوب له خطر سره مخ کوي.

 

په کویت کې د اوبو او برېښنا مرکز زیانمن شوی

 

د ایران په تازه بریدونو کې د کویت د برېښنا تولید او د سمندري اوبو د خوږولو یو مهم مرکز هم زیانمن شوی دی. کویتي چارواکي وايي، پر مرکز له برید وروسته اور ولګېد، چې وروسته د اور وژونکو له خوا مړ شو، خو د برېښنا او څښاک اوبو د تولید ځیني برخې یې اغېزمنې شوې دي.

 

کویت تر ډېره د څښاک اوبو لپاره د سمندري اوبو د خوږولو پر مرکزونو تکیه کوي. د دغه ډول مرکزونو زیانمنېدل کولی شي د زرګونو یا میلیونونو خلکو د اوبو او برېښنا پر رسولو اغېز وکړي. په کویت کې له ۹۰ سلنه ډېرې څښاک اوبه د سمندري اوبو د خوږولو له مرکزونو ترلاسه کېږي، ځکه دغه هېواد طبیعي سیندونه او د خوږو اوبو پراخې سرچیني نه لري.

 

د اوبو او برېښنا پر مرکز برید په خلیجي هېوادونو کې دا اندېښنې زیاتې کړې چې د جګړې په پراخېدو سره به مهم ملکي بنسټونه هم په مستقیم ډول د بریدونو هدف وګرځي.

 

مرګ‌ ژوبله او ویجاړۍ

 

د ایران د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جولای پر اتمه د لنډمهالي اوربند له ماتېدو وروسته په امریکايي بریدونو کې تر ۳۸ ډېر کسان وژل شوي او له ۴۰۰ څخه زیات نور ژوبل شوي دي. په وژل شویو او ژوبلو کې پوځیان او ملکي وګړي دواړه شامل بلل شوي، خو د جګړې د دوام او ځینو سیمو ته د خبریالانو د محدود لاسرسي له امله د مرګ‌ ژوبلې بشپړ شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

 

ایراني چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې پلونه، سرکونه، د اورګاډي مرکزونه، هوايي ډګرونه، بندرونه، د اوبو او برېښنا مرکزونه او روغتیايي اسانتیاوې زیانمنې شوې دي.

 

امریکايي چارواکي بیا وايي، بریدونه پر هغو مرکزونو کېږي چې د ایران پوځ، سپاه پاسداران او سمندري ځواکونو ته اکمالات، ارتباطات او څارنیز معلومات برابروي.

 

د خلیج په هېوادونو کې هم د ایران د بریدونو له امله د پوځي مرکزونو، هوايي ډګرونو، رادارونو او ملکي اسانتیاوو د زیانونو راپورونه ورکړل شوي، خو د ټولو هېوادونو حکومتونو لا د مالي او ځاني زیانونو ګډ او بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

 

امریکايي پوځیانو ته مرګ‌ ژوبله

 

امریکايي چارواکو ویلي دي چې د ایران په وروستیو بریدونو کې یو شمېر امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي. د امریکا رسنیو د لږ تر لږه ۱۳ امریکايي پوځیانو د ټپي کېدو راپور ورکړی، خو پنټاګون ویلي دي چې د ځینو ژوبلو حالت سپک او د نورو د روغتیايي وضعیت ارزونه روانه ده.

 

امریکا په منځني ختیځ کې لسګونه زره پوځیان لري. دغه ځواکونه په قطر، بحرین، کویت، اردن، عراق، سعودي عرب او نورو هېوادونو کې ځای پر ځای دي. د ایران د بریدونو له پراخېدو سره په دغو پوځي مرکزونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او ځیني غیر ضروري کارکوونکي او د پوځي کورنیو غړي له سیمي ایستل شوي دي.

 

د هرمز تنګی د جګړې اصلي مرکز ګرځېدلی

 

د امریکا او ایران د تازه شخړې تر ټولو مهمه موضوع د هرمز تنګی دی، چې د نړۍ د تېلو او ګاز د لېږد یوه مهمه سمندري لار بلل کېږي. تر جګړې مخکې د نړۍ د ورځنیو تېلو نږدې ۲۰ سلنه عرضه له دغه تنګي تېرېده.

 

امریکا د ایران پر بندرونو او سمندري ساحل بیا سمندري کلابندي لګولې او وايي، هغه بېړۍ دروي او پلټي چې د ایران بندرونو ته توکي وړي یا له ایرانه صادرات کوي. ایران بیا وايي، چې د هرمز تنګی یې د ملي امنیت برخه ده او هغه بېړۍ به ودروي چې د تهران له مقرراتو سرغړونه کوي.

 

امریکايي ځواکونو په تېرو ورځو کې لږ تر لږه یوه سوداګریزه بېړۍ درولې او پلټلې ده، په داسې حال کې چې ایران هم په تنګي او شاوخوا سمندر کې د څو بېړیو د درولو یا ویشتلو تورن شوی دی.

 

د بېړیو د څار معلومات ښيي چې د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ په بې‌ ساري ډول کم شوی دی. په ځینو ورځو کې یوازې څو بېړۍ له دې لارې تېرې شوې او د خامو تېلو او مایع ګاز د لویو بېړیو تګ راتګ هم سخت محدود شوی دی.

 

تهران د سره سمندرګي د بندېدو خبرداری هم ورکړی

 

سرچینو ویلي دي چې ایران په یمن کې حوثي وسله‌ والو ته خبرداری ورکړی دی چې که امریکا د ایران د برېښنا پر شبکې او نورو مهمو ملکي مرکزونو پراخ بریدونه وکړي، نو په سره سمندرګي کې دې د بېړیو تګ راتګ ودروي.

 

سره سمندرګی او باب‌المندب تنګی د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګریزو بېړیو یوه بله مهمه لار ده. که د هرمز تر څنګ باب‌المندب هم وتړل شي، د خلیج تېل او د اسیا سوداګریز توکي به اروپا ته په اسانه ونه رسېږي او بېړۍ به اړې شي چې د افریقا له سویلي څنډې اوږده لاره وکاروي.

 

دغه بدلون د مالونو د لېږد وخت، د بېړیو د تېلو مصرف، د بیمې پیسې او د نړیوال تجارت لګښتونه څو چنده زیاتولی شي.

 

ټرمپ: بریدونه به تر موافقې پورې روان وي

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي، چې پر ایران به پوځي فشار تر هغې دوام وکړي چې تهران د هرمز له تنګي د سوداګریزو بېړیو ازاد او خوندي تګ راتګ ومني او خبرو ته ستون شي.

 

ټرمپ ویلي دي چې د ایران پر پوځي او لوژستیکي جوړښتونو بریدونه بریالي دي او امریکا د اړتیا په صورت کې نور مهم هدفونه هم په نښه کولی شي. نوموړي ایران ته خبرداری ورکړی دی چې که د امریکا پر پوځیانو او سیمه ‌ییزو متحدینو بریدونه دوام وکړي، د ایران د برېښنا، ترانسپورټ او نورو مهمو مرکزونو پر ضد به عملیات نور هم پراخ شي.

 

خو د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي دي، چې واشنګټن د پوځي فشار ترڅنګ ډیپلوماسۍ ته هم د یوې مهمې لارې په سترګه ګوري او د خبرو دروازه په بشپړه توګه نه ده تړل شوې. امریکا غواړي چې ایران د هرمز تنګي د ازاد تګ راتګ ښکاره ژمنه وکړي او پر سوداګریزو بېړیو، د امریکا پر ځواکونو او د خلیجي هېوادونو پر بنسټونو بریدونه ودروي.

 

ایران: د فشار له لارې به تسلیم نه شو

 

د ایران چارواکي وايي، چې امریکا غواړي د پوځي بریدونو او سمندري کلابندۍ له لارې تهران د خپلو شرطونو منلو ته اړ کړي، خو ایران به د فشار له امله تسلیم نه شي. د ایران د پارلمان مشر او د سپاه پاسداران لوړپوړو چارواکو ویلي دي، چې د هرمز تنګی د ایران له ملي امنیت سره تړاو لري او تهران به د خپلې جغرافیې او امنیت په اړه د امریکا امر ونه مني.

 

ایراني چارواکي وايي، تر هغې به بشپړ اوربند ونه مني چې امریکا بریدونه، سمندري کلابندي او د ایران د بېړیو پلټل ونه دروي. د ایران د ستر مشر سلاکار محسن رضايي خبرداری ورکړی دی چې که امریکايي بریدونه دوام وکړي، تهران به له محدودو ځوابي عملیاتو څخه پراخو تعرضي عملیاتو ته ولاړ شي.

 

ایران ټینګار کوي چې په خلیجي هېوادونو کې یې هدفونه امریکايي پوځي مرکزونه دي، خو سیمه‌ ییز حکومتونه وايي، تهران د هغوي د خاورو په دننه کې بریدونه کوي او ملکي خلک له خطر سره مخ کوي.

 

د پاکستان، قطر او مصر منځګړتوب

 

سره له دې چې جګړه نوره هم پراخه شوې، پاکستان، قطر او مصر هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو پټې لارې پرانیستې وساتي. پاکستان هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلام ‌اباد له منځګړتوبه لاس اخیستی دی.

 

پاکستان د جون میاشتې د لومړني اوربند او وروسته د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو په جوړولو کې هم ونډه لرلې وه. سیمه‌ ییز ډیپلوماتان وايي، پاکستان له ایران سره د ګاونډیتوب او اوږدو اړیکو ترڅنګ له امریکا سره هم نږدې اړیکې لري او هڅه کوي دواړه خواوې بیا مذاکراتو ته کښېنوي. قطر له امریکا او ایران دواړو سره اړیکې لري او مصر هم د عربي او اسلامي هېوادونو له لارې د جګړې د کمولو هڅې کوي.

 

د منځګړتوب تر ټولو لوي خنډ د هرمز تنګي پر سر اختلاف دی. ایران غواړي پر دغه تنګي خپل امنیتي او تنظیمي واک وساتي، خو امریکا یې نړیواله سمندري لار بولي او د هر هېواد بېړیو ته د ازاد تګ راتګ غوښتنه کوي. د امریکا او ایران د جون د میاشتې موافقه د دغو اختلافونو له امله ماته شوې او دواړه خواوې یو بل د ژمنو په ماتولو تورنوي.

 

ملګري ملتونه د پراخې سیمه‌ ییزې جګړې خبرداری ورکوي

 

ملګرو ملتونو د امریکا او ایران د بریدونو پر پراخېدو اندېښنه ښودلې او له دواړو خواوو یې غوښتي دي چې ملکي وګړي او مهم ملکي بنسټونه په نښه نه کړي. ملګري ملتونه وايي، د اوبو، برېښنا، روغتیا، هوايي ډګرونو، پلونو او سوداګریزو بندرونو پر مرکزونو بریدونه د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمنولی شي.

 

نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې د جګړې دوام کولی شي ټول منځنی ختیځ له یوه نوي او پراخ ناورین سره مخ کړي او نړیوال اقتصاد ته هم سخت زیان ورسوي.

 

پر نړیوالو الوتنو اغېز

 

د جګړې او د هوايي حریم د خطر له امله ګڼو نړیوالو هوايي شرکتونو ایران، عراق، اسراییل او د خلیج ځینو هېوادونو ته الوتنې ځنډولې، لغوه کړې یا یې لارې بدلې کړې دي.

 

ایر کاناډا دوبۍ او تل ابیب ته ځیني الوتنې تر اکتوبر پورې ځنډولې دي. کتهې پسیفیک دوبۍ او ریاض ته د خپلو الوتنو د بېرته پېل نېټه وروسته کړې او د لوفت ‌هانزا ډلې هم تهران، ابوظبۍ، مسقط او د منځني ختیځ ځینو نورو ښارونو ته خپل مهال ‌وېش محدود کړی دی. ځیني اروپايي شرکتونه بغداد، اربیل، دوبۍ، دوحه، کویت او تل ابیب ته الوتنې نه کوي یا یې شمېر کم کړی دی.

 

د امریکا او اروپا د هوايي چلند ادارو هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د ایران او د شخړې له اغېزمنو سیمو پر فضا له الوتنو ډډه وکړي. د هوايي لارو د بدلېدو له امله الوتکې اړې دي چې اوږدې لارې وکاروي. دې کار د الوتنو وخت، د تېلو مصرف او د ټکټونو بیې زیاتې کړې دي.

 

ځیني الوتنې چې پخوا د ایران یا عراق له فضا تېرېدې، اوس د پاکستان، افغانستان، منځنۍ اسیا، مصر یا ترکیې له لارې منزل ته رسېږي.

د خلیج لوي هوايي شرکتونه لکه امارات، قطر ایروېز او اتحاد هڅه کوي خپل فعالیتونه روان وساتي، خو د توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د خطر له امله ځیني الوتنې ځنډېږي یا بدیلو هوايي ډګرونو ته اړول کېږي.

 

د تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې

 

د امریکا او ایران د بریدونو له پراخېدو، د هرمز تنګي د تګ راتګ له محدودېدو او د سره سمندرګي د احتمالي بندېدو له ګواښ سره د خامو تېلو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي.

 

د برېنټ خامو تېلو بیه د جمعې په ورځ څلور اعشاریه ۵۹ سلنه لوړه او د یوې بېرلې پر سر ۸۸ ډالرو او لس سنټو ته ورسېده. د امریکا خام تېل هم څلور اعشاریه ۴۸ سلنه لوړ او د یوې بېرلې پر سر ۸۲ ډالرو او ۴۹ سنټو ته رسېدلي دي. دواړه بیې د جون له نیمایي راهیسي تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

 

تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا د سمندري کلابندۍ له اعلان وروسته د تېلو بیې په یوه ورځ کې له نهه سلنې ډېرې پورته شوې وې. اقتصادي شنونکي وايي، که د هرمز له تنګي د تېلو او ګاز تګ راتګ په بشپړه توګه ودریږي، بیې به نورې هم لوړې شي او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې به د پټرولو، ډیزلو، برېښنا، خوراکي توکو او ترانسپورټ لګښتونه زیات شي.

 

پر پاکستان احتمالي اقتصادي فشار

 

پاکستان د خپلو اړتیاوو ډېره برخه خام تېل او نورې انرژۍ له بهر څخه اخلي، له همدې امله د نړیوالو بیو زیاتېدل کولی شي د دغه هېواد د وارداتو لګښتونه لوړ کړي.

د تېلو لوړې بیې د پاکستان پر بهرنیو اسعارو، روپۍ، پټرولو، ډیزلو، برېښنا او د توکو د لېږد پر بیو فشار زیاتولی شي. که د هرمز له لارې صادرات محدود پاتې شي، پاکستان ته د تېلو د رسېدو وخت او د بېړیو د بیمې لګښتونه هم لوړېدی شي.

 

د پټرولو او ډیزلو د بیو زیاتوالی بیا په مستقیم ډول د خوراکي او ورځنیو توکو پر بیو اغېز کوي، ځکه د مالونو د لېږد لګښتونه ورسره زیاتېږي.

 

سره زر ولې د جګړې باوجود ارزانه شوي؟

 

د جګړو او نړیوالو بحرانونو پر مهال پانګه ‌وال معمولاًً د خوندي پانګونې په توګه سره زر اخلي، خو دا ځل د سرو زرو بیه راټیټه شوې ده. د سرو زرو نړیواله بیه ،د جولایۍ په ۱۶مه، نږدې دوه سلنه راکمه او د یو اونس بیه شاوخوا درې زره، ۹۸۵ ډالرو ته ښکته شوه.

 

د سرو زرو د بیې د کمېدو یو مهم لامل د تېلو لوړې بیې دي. کله چې تېل ګرانېږي، په امریکا او نورو هېوادونو کې د ګرانۍ یا انفلاسیون د زیاتېدو اندېښنې پیدا کېږي. پانګه‌ وال بیا اټکل کوي چې د امریکا مرکزي بانک به سودونه لوړ وساتي یا به یې نور هم پورته کړي.

 

لوړ سود د سرو زرو لپاره منفي تمامېږي، ځکه سره زر سود نه ورکوي، خو بانډونه او ځیني نورې پانګونې منظمه ګټه ورکوي. د امریکا د ډالر او حکومتي بانډونو د ګټې د لوړېدو له امله هم پر سرو زرو فشار زیات شوی دی. شنونکي وايي، که جګړه ناڅاپه نوره پراخه شي یا د امریکا او ایران ترمنځ د بشپړې جګړې وېره زیاته شي، د سرو زرو بیه بیا په چټکۍ لوړېدب شي.

 

پر نړیوالو بازارونو او عامو خلکو اغېز

 

د امریکا او ایران جګړه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي شخړه نه ده پاتې شوې، بلکې اوس یې د خلیج پر اوبو، برېښنا، هوايي سفرونو، سمندري تجارت او نړیوالو بازارونو مستقیم اغېز کړی دی.

 

د تېلو لوړې بیې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پټرولو، ډیزلو، برېښنا او ټرانسپورټ بیې لوړوي. د بېړیو لپاره د جګړې بیمه ګرانه شوې او ځینپ سمندري شرکتونه د خلیج او سره سمندرګي له لارو ډډه کوي. د هوايي شرکتونو د اوږدو لارو کارول هم د ټکټونو بیې او د مالونو د هوايي لېږد لګښتونه زیاتوي.

 

که جګړه اوږده شي، د خوراکي توکو، درملو، برېښنايي وسایلو او صنعتي توکو نړیوالې بیې هم لوړېدی شي. اقتصادي شنونکي وايي، د انرژۍ بیو زیاتېدل نړیواله اقتصادي وده کمولی او مرکزي بانکونه اړ کولی شي چې سودونه لوړ وساتي.

 

دا حالت په ځانګړې توګه د پاکستان، افغانستان او نورو غریبو او د تېلو واردوونکو هېوادونو لپاره سخت تمامېدی شي، ځکه د خلکو عاید محدود، خو د خوراک، انرژۍ او ترانسپورټ لګښتونه ورسره لوړېږي.

 

سره له دې چې د پاکستان، قطر او مصر په ګډون د سیمي هېوادونه د منځګړتوب هڅې روانې ساتي، د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو اوسنی بهیر ښيي چې دواړه خواوې د مذاکراتو له مېز مخکې د پوځي فشار له لارې د خپلو شرطونو د منلو هڅه کوي. د جګړې راتلونکی تر ډېره د هرمز تنګي، پر ملکي بنسټونو د بریدونو او د ایران له لوري په خلیجي هېوادونو کې د امریکايي مرکزونو د په نښه کولو له دوام سره تړلی دی.