د بلوچستان حکومت وايي چې، د زیارت د پېښې د شهیدانو له کورنیو او د پرلت له کمېټېۍ سره د شوي تړون د عملي کولو بهیر یې پېل کړی او د اعلا وزیر میر سرفراز بګټي په لارښوونه یې د زیارت په ضلعه کې د یو شمېر پولیس تاڼو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د نومونو بدلولو لپاره اړوندو محکمو ته رسمي مراسلې استولې دي.
د اعلا وزیر د دفتر له لوري ،د جولایۍ په ۱۸مه، په خپرو شویو رسمي مراسلو کې راغلي دي چې د زیارت د شهیدانو د قربانیو د درناوي په موخه به د زیارت څلور پولیس تاڼې، درې سرکاري ښوونځي او دوه روغتیايي مرکزونه د شهیدانو په نوم ونومول شي.
د مراسلو له مخې، د سرمکسي پولیس تاڼه به د “شهید حسرت الله کاکړ پولیس تاڼه”، د دوسرکه شبوزۍ پولیس تاڼه به د “شهید جنداد خان پولیس تاڼه”، د منګي پولیس تاڼه به د “شهید زین الله پانېزي پولیس تاڼه” او د زندرې پولیس تاڼه به د “شهید مېجر زمان پانېزي پولیس تاڼه” په نومونو ونومول شي.
همداراز، د کان ډیپو د هلکانو سرکاري هایي سکول به د “شهید کانسټېبل مصطفیٰ خان سرکاري هایي سکول”، د کان ډیپو د نجونو منځنی ښوونځی به د “شهید کانسټېبل محمد اصف د نجونو منځنی ښوونځی” او د کاوس غربي د هلکانو سرکاري هایي سکول به د “شهید کانسټېبل محمد عثمان سرکاري هايي سکول” په نومونو ونومول شي.
د روغتیا په برخه کې به د احمدون کلیوال روغتیايي مرکز د “شهید کانسټېبل اظهار احمد دمړ رورل هېلت سنټر” او د کاوس غربي بنسټیز روغتیايي مرکز د “شهید فریدالله بی ایچ یو کاوس غربي” په نومونو ونومول شي.
په رسمي مراسلو کې اړوندو محکمو ته سپارښتنه شوې ده چې د دغو نومونو د بدلون قانوني او انتظامي چارې زر تر زر بشپړې او د صلاحیت لرونکو چارواکو د وروستۍ منظورۍ لپاره وړاندې کړي.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي ویلي دي، چې حکومت د شهیدانو له کورنیو سره د شوي تړون هره ماده عملي کوي او د ټولو ژمنو پر وخت پوره کولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړې، د زیارت د شهیدانو قربانۍ د ولس ویاړ دی او حکومت به د هغوي یاد د تل لپاره ژوندی وساتي.


نعيم اچکزئي