د اورکزو د غرنیو سیمو ماشومان هره ورځ له لسو تر پنځلسو کیلومټرو پورې مزل کوي، څو ښوونځي ته ورسېږي او خپلې زده کړې دوامداره وساتي۔ په سیمه کې د مډل او های سکولونو کمښت، خرابې لارې او د نجونو لپاره د ښوونځیو نشتوالی د تعلیم پر وړاندې لوی خنډونه دي۔ دا ځانګړی راپور د دغو ماشومانو مبارزه او د سیمې د خلکو غوښتنې له نږدې انځوروي۔
راپور: عامر اورکزی