راپورونه وایي، د افغانستان د خوست ولایت د مندوزیو ولسوالۍ په پاس مندوزیو سیمه کې یو ځوان، چې د اوو خویندو یوازینی ورور و، په ډزو وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، وژل شوی ځوان بلال نومېده او ،د جولایۍ په ۱۷مه، غرمه مهال په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.
د پېښې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو معلوماتو کې دعوه شوې ده چې بلال د خپل ماما د زوې له لوري وژل شوی دی. د دغو راپورونو له مخې، مشکوک کس پر نشي توکو روږدی و او بلال مخکې خپل ماما ته ویلي وو چې زوې یې له نشي توکو کارولو منع کړي.
همدغو راپورونو کې ویل شوي دي چې وروسته مشکوک کس د بلال کور ته ننوت، د هغه د خویندو په مخ کې یې پرې ډزې وکړې او بلال یې ځای پر ځای وواژه.
طالب چارواکو تر اوسه د پېښې د انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې تورن له سیمي تښتېدلی او د هغه د نیولو لپاره عملیات روان دي.
تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه د خپلواکو سرچینو له خوا بشپړ تأیید نه دی شوی، او د قضیې پلټنې دوام لري.


شال نیوز