د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ،کاظم غریب ابادي، ویلي دي چې تهران له امریکا سره د اسلام اباد د تفاهم لیک له مخې پر خپلو ژمنو عمل ځنډولی دی، په داسې حال کې چې د ایران د روغتیا وزارت وايي، د امریکا د تازه بریدونو په لړۍ کې ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
غریب ابادي ،د جولایۍ په ۱۸مه، وویل چې ایران نور ځان د هغه تفاهم لیک پر ژمنو مکلف نه ګڼي چې تېره میاشت د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د درولو او د کړکېچ د کمولو لپاره د پاکستان په منځګړیتوب شوی و.
هغه وویل، چې د امریکا د پرله پسې بریدونو له امله تهران د یاد تفاهم لیک عملي کول «ځنډولي» دي. نوموړي زیاته کړه، چې تر هغو چې واشنګټن د تفاهم لیک شرطونو ته بېرته نه وي ګرځېدلی، ایران به هم خپلې ژمنې نه عملي کوي.
د ایران د روغتیا وزارت د عامه اړیکو مشر حسین کرمان پور ویلي دي، چې د امریکا د روانې میاشتې په تازه بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی او له ۵۰۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.
د ایران د روغتیا وزارت دا نه دي روښانه کړي چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره ملکي وګړي او څومره پوځي کسان شامل دي. د دغو مرګ ژوبلو شمېر د خپلواکو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی، خو اسوشیټېډ پرېس هم د ایراني چارواکو له قوله د لږ تر لږه ۵۰ کسانو د وژل کېدو او تر ۵۰۰ د ډېرو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.
د اوومې پرله پسې شپې بریدونه
د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي دي، چې امریکايي ځواکونو د جمعې او شنبې ترمنځ شپه پر ایران د هوايي بریدونو اوومه پرله پسې لړۍ بشپړه کړې ده.
د امریکا په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران پوځي لوژستیکي مرکزونه، د وسلو زېرمتونونه، د څارنې او اړیکو نظامونه، سمندري تاسیسات او هغه مرکزونه په نښه شوي دي چې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په عملیاتو کې کارول کېدل.
واشنګټن وايي، بریدونه یې د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو او په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ګواښونو د مخنیوي لپاره کړي دي.
خو ایراني چارواکي وايي، چې په امریکايي بریدونو کې یوازې پوځي مرکزونه نه، بلکې پلونه، سړکونه، هوايي ډګرونه، د اوبو او برېښنا مرکزونه او نور ملکي بنسټونه هم زیانمن شوي دي.
د راپورونو له مخې، په هرمزګان او سیستان بلوچستان کې یو شمېر پلونه، د بندر عباس د اورګاډي اړوند تاسیسات، د ایرانشهر هوايي ډګر او د چابهار بندر ځیني برخې هم په نښه شوې دي.
ایران په خلیجي هېوادونو کې ځوابي بریدونه کړي
د امریکا د تازه بریدونو په ځواب کې ایران یو ځل بیا په سیمه کې د امریکايي ځواکونو او د واشنګټن د متحدینو پر مرکزونو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د ایران سپاه پاسداران دعوه کړې ده چې په کویت، بحرین او اردن کې یې د امریکا اړوند پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. ایران همداراز په قطر، عراق او سعودي عربستان کې د یو شمېر هدفونو د ویشتلو دعوه کړې ده.
کویتي چارواکو ویلي دي، د ایران په بریدونو کې د اوبو د پاکولو یوه دستګاه او د تېلو ځیني تاسیسات زیانمن شوي دي. بحرین او اردن ویلي، دي چې د ایران یو شمېر توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.
د ایران د بریدونو د ټولو دعوو خپلواک تایید نه دی شوی او د امریکا پوځ هم د خپلو تاسیساتو د زیانونو په اړه بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.
د اسلام اباد تفاهم لیک څه و؟
د اسلام اباد تفاهم لیک د ۲۰۲۶م کال په جون میاشت کې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ شوی و.
د دغه تفاهم لیک موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمې جګړې درول، د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو خوندي تګ راتګ، د ایران پر ځینو اقتصادي فعالیتونو د محدودیتونو نرمول او د نورو خبرو لپاره د زمینې برابرول وو.
خو په تفاهم لیک کې د ایران د اټومي پروګرام، پر ایران د بندیزونو، په هرمز تنګي کې د واک او د سیمي د وسله والو ډلو په څېر مهمې مسلې په بشپړ ډول نه وې حل شوې.
په وروستیو اوونیو کې دواړو لورو یو بل د تفاهم لیک په ماتولو تورن کړي دي. امریکا ویلي دي، چې ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه او ګواښونه بیا پېل کړي، خو تهران وايي، امریکا پر ایران د بندیزونو، سمندري محاصرې او پوځي بریدونو له لارې لومړی تفاهم لیک مات کړی دی.
د جګړې د پراخېدو اندېښنې
د امریکا او ایران د بریدونو له زیاتېدو سره د منځني ختیځ د یوې پراخې جګړې اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
د هرمز په تنګي کې د بېړیو تګ راتګ له سختو خنډونو سره مخ شوی او د تېلو نړیوالې بیې هم لوړې شوې دي. دغه تنګی د نړۍ د تېلو او طبیعي ګازو د لېږد یوه مهمه سمندري لاره بلل کېږي.
ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له دواړو لورو غوښتي دي چې پر ملکي بنسټونو بریدونه ودروي او بېرته سیاسي خبرو ته ستانه شي.
خو د ایران له خوا د اسلام اباد د تفاهم لیک د عملي کولو ځنډول ښيي چې د اوربند د بیا ټینګېدو او د خبرو د زر پېل کېدو امکان تر پخوا کم شوی دی.


مجید بابر