د هنګو ضلعي پولیسو د نشي توکو د قاچاق او پلور پر ضد د روانو عملیاتو په لړ کې، د محکمې د حکم له مخې، په ۲۲۶ فیصله شویو قضیو کې ترلاسه شوي نشي توکي له منځه وړي دي.
د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب خان ،د جولایۍ په ۱۸مه، ویلي دي، چې دا اقدام د سیشن عدالت د حکم پر بنسټ او د سینییر سول جج تر څارنې لاندې ترسره شو.
د پولیسو په وینا، په دې لړ کې ۲۷۹ کیلوګرامه چرس، ۳۱ کیلوګرامه اییس (کرسټال مېت) او دوه نیم کیلوګرامه هیروین وسوځول شول.
ډي پي او طارق حبیب خان وویل، چې نشي توکي پلورونکي د ټولنې دښمنان دي او پر ضد به یې بې له توپیره عملیات دوام ولري. هغه زیاته کړه چې له قانون ماتوونکو سره به هېڅ ډول نرمي ونه شي.


علي افضل افضال