د نوښار ضلعې د جلوزو مېرې په سیمه کې ،د جولایۍ په ۱۸مه، د یو اووه کلن ماشوم مړی له کروندو څخه موندل شوی دی. پولیس وایي، د پېښې مقدمه یې د نامعلومو کسانو پر ضد درج کړې او د پلټنو لپاره یې ګډه پلټنیزه ډله جوړه کړې ده.

 

د پولیسو په وینا، وژل شوی ماشوم ،شهزاد اپریدی، نومېده او د یوې مزدورې کورنۍ غړی و. د هغه مړی د پوسټ مارټم لپاره د پبو میا راشد مېموریل روغتون ته وړل شوی و او تر معاینې وروسته یې کورنۍ ته وسپارل شو.

 

پولیس وایي، د پېښې له ځایه یې د ډي این ای او نورو شواهدو نمونې راټولې کړې او د لابراتوار معاینې لپاره یې استولې دي. د نوښار ډي پي او د مقدمې له درج کېدو وروسته د پلټنو لپاره د ګډې پلټنیزې ډلې د جوړولو امر کړی دی.

 

د پبو ډي اېس پي وایي، تر اوسه دا نه شي ویل کېدی چې له ماشوم سره جنسي تېری شوی که نه، او نه هم د وژنې اصلي لامل معلوم دی. هغه وویل، چې وروستۍ پایله به د ډي این ای پوسټ مارټم او د پلټنو د راپور له بشپړېدو وروسته مخې ته راځي.

 

پولیسو دا هم ویلي دي چې د پلټنو په ترڅ کې یې دوه مشکوک کسان د پوښتنو لپاره نیولي، خو تر اوسه یې د هغوي د نیولو یا پر ضد د مقدمې د ثبت اعلان نه دی کړی.

 

بل لور ته، د وژل شوي ماشوم خپلوانو او د سیمي خلکو احتجاج وکړ او د نوښار ـ چراټ سړک یې د لنډ وخت لپاره وتاړه. احتجاج کوونکو غوښتنه وکړه چې د ماشوم قاتلان دې زر تر زره ونیول شي او د قانون له مخې دې سزا ورکړل شي.

 

پولیس وایي، تر هغو چې عدلي او تخنیکي پلټنې نه وي بشپړې شوې، د پېښې په اړه هر ډول وروستۍ خبره کول له وخته مخکې دي. وروستۍ نتیجه به د رسمي پلټنو له بشپړېدو وروسته اعلان شي.