په پېښور کې د خیبر پښتونخوا کرکټ چیمپئنز لیګ د پرانېستې رنګینه غونډه ،د جولایۍ په ۱۸مه، ترسره شوه، چې پکې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي، د لیګ سفیر او د پاکستان کرکټ پخواني کپتان شاهد اپریدي، د لیګ چیف ایګزېکټو سهېل خان کونډي، د کرکټ شخصیاتو، حکومتي چارواکو او د لوبو ګڼو مینه والو ګډون وکړ.
په دې موقع د لیګ د شپږو لوبډلو لوګوګانې او جرسۍ هم په رسمي توګه وړاندې کړې شوې.
ګورنر فیصل کریم کونډي رسنیو ته وویل، چې د خیبر پښتونخوا کرکټ چیمپئنز لیګ مقصد دا دی چې نړۍ ته د صوبې سوله ییز او مثبت مخ وښودل شي. هغه وویل، چې د خیبر پښتونخوا خلک د امن خوښوونکي دي، نه ترهګر، او د ترهګرۍ مقابله د لوبو، مثبت سوچ او د ځوانانو د استعدادونو د ودې سره کېدی شي.
هغه زیاته کړه، چې خیبر پښتونخوا د کرکټ له استعدادونو ډکه صوبه ده او د پاکستان په ملي کرکټ لوبډله کې هم د دې صوبې لوبغاړي مهم رول لري. د ګورنر په وینا، په دې لیګ کې به شپږ لوبډلې د اتلولۍ لپاره سیالي کوي او دا لیګ به هر کال په باقاعده توګه ترسره کېږي.
فیصل کریم کونډي د پاکستان کرکټ بورډ له مشر محسن نقوي او د لیګ له تنظیموونکو ادارو مننه وکړه او ویې ویل، چې دا سیالۍ به ځوانو لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو د څرګندولو ښه موقع په لاس ورکړي.
د لیګ چیف ایګزېکټو سهېل خان کونډي هم وویل، چې د خیبر پښتونخوا کرکټ چیمپئنز لیګ به په صوبه کې د کرکټ وده نوره هم چټکه کړي او د ځوانانو پټ استعدادونه به را برسېره کړي.
هغه وویل، چې هیله لري چې د دې لیګ له لارې به په راتلونکو کلونو کې داسې لوبغاړي رامخې ته شي چې د پاکستان په ملي کرکټ لوبډله کې به هم خپل ځای جوړ کړي. نوموړي هم د پاکستان کرکټ بورډ له مشر محسن نقوي څخه د همکارۍ مننه وکړه.


شال نیوز