انګلستان د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال جام د درېیم مقام په سیالۍ کې فرانسې ته د څلورو ګولونو په مقابله کې په شپږو ګولونو ماتې ورکړه او د نړیوال جام درېیم مقام یې خپل کړ.

 

انګلستان د لوبې په لومړۍ نیمایي کې بشپړ برلاسی و او د بوکایو ساکا، ډېکلان رایس، ازري کونسا او جوډ بېلینګهم د ګولونو په مټ یې تر دمې پورې څلور ـ صفر برتري خپله کړې وه.

 

خو فرانسې په دویمه نیمایي کې بېرته لوبې ته زور ورکړ او د کیلیان امباپي په ګډون یې څلور ګولونه وکړل، خو د انګلستان بریا یې بدله نه کړه.

 

د انګلستان لپاره بوکایو ساکا درې ګولونه وکړل او هېټ ‌ټرېک یې بشپړ کړ. ډېکلان رایس، ازري کونسا او جوډ بېلینګهم هم یو ـ یو ګول وکړ. د فرانسې له خوا کیلیان امباپي دوه ګولونه وکړل، خو د هغه لوبه هم د خپلې لوبډلې د ماتې مخه ونه نیوله.

 

دا د فیفا نړیوال جام د درېیم مقام په تاریخ کې تر ټولو زیات ګول لرونکې سیالي وه. له دې بریا سره انګلستان د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام په درېیم مقام پای ته ورساوه، په داسې حال کې چې فرانسه په څلورم ځای بسنه وکړه. د فرانسې د ملي لوبډلې مشر روزونکي دیدیه دېشان هم له دې لوبې وروسته له خپلې دندې سره مخه ښه وکړه.