د جرمني د کورنیو چارو وزیر ،الېکساندر ډوبرېنټ، خبرداری ورکړی دی چې په دغه هېواد کې هر وخت د برید یا ورانکارۍ پېښه کېدی شي او د هېواد امنیتي وضعیت اوس د «لوړ ګواښ» کچې ته رسېدلی دی.

 

نوموړي ،د جولایۍ په ۱۸مه، له یوې جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، چې د استخباراتي ادارو له لوري د ترلاسه شویو معلوماتو او امنیتي راپورونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی، چې له امله یې حکومت پخوانی «عمومي یا احتمالي ګواښ» اوس په «لوړ ګواښ» بدل کړی دی. ډوبرېنټ ویلي: «دا په دې مانا ده چې په جرمني کې باید هر وخت د برید احتمال په پام کې ونیول شي.»

 

د هغه په وینا، د جرمني پر ضد د ممکنه بریدونو پلانونه اوس تر پخوا ډېر څرګند شوي او امنیتي ادارو ته داسې نښې او معلومات رسېدلي دي چې د هېواد مهمو ودانیو، ادارو، بنسټونو او ځینو کسانو ته د خطر ښودنه کوي.

 

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، چې د امنیتي ګواښ د لوړېدو یو لامل په هېواد دننه او بهر د هغو کسانو او شبکو د فعالیتونو زیاتېدل دي چې د جاسوسۍ، معلوماتو راټولولو او ورانکارۍ د پلانونو په جوړولو تورن دي.

 

نوموړي د کوم ځانګړي برید د نېټې یا هدف په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې امنیتي ادارې د مهمو زېربناوو، حکومتي ادارو او مهمو شخصیتونو د خوندي کولو لپاره خپل اقدامات پراخوي.

 

جرمني په وروستیو کلونو کې د برېښنا، انرژۍ، مخابراتو، ترانسپورټ او کمپیوټري نظامونو پر ضد د سایبري بریدونو او ورانکارۍ له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دی. چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې هېواد یې د جاسوسۍ، ناسمو معلوماتو، سایبري بریدونو او نورو ګډو امنیتي ګواښونو هدف ګرځېدلی دی.

 

د جرمني حکومت د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره استخباراتي او امنیتي ادارو ته د پراخو واکونو ورکولو پر طرحو هم کار کوي، څو وکولی شي احتمالي سایبري بریدونه او د ورانکارۍ پلانونه له عملي کېدو وړاندې شنډ کړي.

 

تر اوسه جرمن چارواکو له دغه تازه خبرداري سره تړلې کومه ځانګړې ډله یا هېواد نه دی نومولی، خو ویلي یې دي چې د هېواد عمومي امنیتي وضعیت تر پخوا ډېر جدي شوی دی.