د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان، سعودي عرب او ترکیه د یو نوي درې اړخیز دفاعي تړون پر مسوده کار کوي. ویل کېږي چې دا تړون به د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ له موجود دوه اړخیز دفاعي چوکاټ څخه جلا وي او د سیمي د امنیتي همکاریو لپاره به نوی جوړښت رامنځته کړي.

 

د جولایۍ په ۱۸مه، خپور شوي راپور له مخې، د دې احتمالي تړون موخه یوازې پوځي همکاري نه ده، بلکې د دفاعي صنعت، پوځي ټکنالوژۍ، ګډو پوځي تمرینونو، استخباراتي همکارۍ او ستراتیژیک امنیتي اړیکو پراخول هم پکې شامل دي. سرچیني وایي، چې بحرین هم ورته جوړښت ته لېوالتیا ښودلې، په داسې حال کې چې اردن له پاکستان سره د پوځي روزنې او دفاعي تجهیزاتو په برخه کې جلا هوکړې تعقیبوي.

 

دا پرمختګ په داسې وخت کې مخې ته راځي چې منځنی ختیځ د امریکا، ایران او اسراییل ترمنځ د روان کړکېچ له امله له سخت امنیتي وضعیت سره مخ دی. د راپور له مخې، یو شمېر خلیجي هېوادونه هڅه کوي خپل امنیتي مشارکتونه پراخ کړي او یوازې پر دودیزو متحدینو تکیه ونه کړي. پاکستان، چې پیاوړی پوځ، د وسلو د تولید وړتیا او پراخه پوځي تجربه لري، د دغو هېوادونو لپاره مهم دفاعي شریک ګڼل کېږي.

 

راپور زیاتوي چې اسلام ‌اباد دفاعي همکارۍ یوازې امنیتي موضوع نه بولي، بلکې غواړي د دغو اړیکو له لارې د انرژۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو دروازې هم نورې پراخې کړي. د سرچینو په وینا، پاکستان له یو شمېر خلیجي هېوادونو سره د دفاعي همکاریو ترڅنګ د پانګونې، انرژۍ او اقتصادي مشارکتونو په اړه هم خبرې روانې ساتلې دي.

 

سعودي عرب له کلونو راهیسي د پاکستان مهم دفاعي شریک پاتې شوی دی، او ترکیې هم په وروستیو کلونو کې له پاکستان سره د بې‌ پیلوټه الوتکو، سمندري بېړیو او دفاعي صنعت په برخو کې همکاري پراخه کړې ده. شنونکي باور لري که دا درې واړه هېوادونه په ګډه دفاعي چوکاټ جوړ کړي، نو دا به د اسلامي نړۍ له مهمو امنیتي همکاریو څخه یوه وي او د سیمي پر ستراتیژیک توازن به اغېز وکړي.

 

تر اوسه د دې احتمالي تړون رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم پاکستان، سعودي عرب او ترکیې په رسمي ډول د داسې یوې هوکړې پخلی کړی دی. د رویټرز د سرچینو په وینا، خبرې لا هم روانې دي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

 

سیاسي او امنیتي شنونکي وایي، که دا تړون عملي شي، پاکستان به د خلیج د امنیت په معادلو کې لا مهم رول ترلاسه کړي، سعودي عرب به خپلې دفاعي اړیکې لا پراخې کړي او ترکیه به هم په منځني ختیځ کې خپل ستراتیژیک نفوذ نور زیات کړي. همدارنګه دا نوې همکاري ښیي د سیمي د امنیتي او سیاسي توازن پر راتلونکو بدلونونو هم ژور اغېز ولري.