د پېښور د بډه بېرې د زنګلي ټېله بند په سيمه کې ،د جولایۍ په ۱۹مه، د نيمه جوړې ودانۍ يوه برخه راپرېوتې ده چې له امله يې يو ۲۰ کلن مزدور مړ شوی دی.

 

د ریسکيو ۱۱۲۲ چارواکو په وينا، د ودانۍ د راپرېوتو پر مهال ۲۰ کلن ،عامر، د ملبې لاندې ګير شو. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکيو ۱۱۲۲ ژغورونکې ډلې سيمي ته ورسېدې، هغه يې له ملبې راوايست، لومړنۍ طبي مرسته يې ورکړه او د نورې درملنې لپاره يې لېډي ريډنګ روغتون ته ولېږداوه.

 

د روغتون سرچينو ويلي دي، چې عامر د سختو ټپونو له امله د درملنې پر مهال ساه ورکړه. د پېښې د لامل په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او اړوندې ادارې پلټنې کوي.