پاکستان حکومت د هند د الوتکو لپاره د خپلې فضايي پولې د تړل کېدو موده نوره هم وغځوله. د پاکستان اېیرپورټ اتهارټۍ ،د جولایۍ په ۱۹مه، د هوايي چلند هغه رسمي خبرتیا خپره کړې، چې پکې د هوايي حریم، هوايي ډګرونو، الوتنو او د الوتنې د خوندیتوب په اړه لنډمهالي بدلونونه او بندیزونه اعلانېږي. د دې خبرتیا له مخې، د هند پر الوتکو لګېدلی بندیز به اوس د ۲۰۲۶م کال د اګست تر ۲۴مې نېټې پورې نافذ وي.
په رسمي خبرتیا کې ویل شوي دي، چې تر یادې نېټې پورې به په هند کې ثبت شوې ټولې ملکي او پوځي الوتکې، د هندي هوايي شرکتونو الوتکې، او هغه الوتکې چې د هندي ادارو تر واک، ملکیت یا لیز لاندې وي، د پاکستان له فضايي پولې د تېرېدو اجازه نه لري. د پاکستان اېیرپورټ اتهارټۍ ویلي دي، چې دا پرېکړه د حکومت په لارښوونه شوې او تر نوې خبرتیا پورې به پر خپل ځای وي.
د پاکستان او هند ترمنځ د سیاسي او امنیتي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، اسلام اباد څو ځله د هندي الوتکو پر مخ خپله فضايي پوله تړلې ده. د دې بندیز له امله هندي هوايي شرکتونه اړ کېږي چې خپلو نړیوالو الوتنو لپاره اوږدې بدیلې لارې وکاروي، چې له امله یې د سفر وخت او لګښت دواړه زیاتېږي.
شنونکي وایي، چې د فضايي پولې د بندېدو دوام نه یوازې د هندي هوايي شرکتونو پر عملیاتو اغېز کوي، بلکې د سیمي پر هوايي تګ راتګ هم خپل اثر پرېږدي.


شال نیوز