د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر ،مولانا فضل الرحمان، وايي چې د شهيد د مقام، قربانۍ او ارزښت په اړه بشپړه پوهه لري او د پاکستان له پوځ سره يې اختلاف نه، بلکې د هغو پاليسۍ جوړوونکو له پرېکړو سره دی چې د هېواد امنيتي تګلارې جوړوي.

 

نوموړي دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۱۹مه، په اسلام اباد کې د جمعيت علماء اسلام د وکيلانو کنونشن ته د وينا پر مهال وکړې. مولانا فضل الرحمان وويل، چې د قران او سنتو د زده کوونکي په توګه د شهيد مقام او منزلت ورته ښه معلوم دی او هېچا ته دا حق نه ورکوي چې د شهيد د مقام په اړه ورته درس ورکړي.

 

هغه زياته کړه چې د هېواد لپاره د سرښندنې کوونکو قدر او عزت ورته معلوم دی. هغه دعوه وکړه چې د ده وروستۍ څرګندونې قصداً ناسمې تعبير شوې او د سياسي مخالفت له امله يې د ده د شخصيت د زيانمنولو هڅه شوې ده. د ده په وينا، د ده د خبرو ناسم تعبير د دې لپاره وشو چې ولس، رسنۍ او د شهيدانو کورنۍ وغولول شي.

 

د جمعيت مشر وويل، چې پاکستان يو اداريز نظام لري او هره اداره خپلې ټاکلې دندې او واکونه لري. د هغه په خبره، پوځيان د پاليسۍ جوړوونکو د پرېکړو له مخې خپلې دندې ترسره کوي، ځکه د ده نيوکه د پاليسۍ له جوړوونکو سره ده، نه له هغو سرتېرو سره چې د خپلو سپارل شويو دندو له مخې خدمت کوي.

 

مولانا فضل الرحمان وويل، چې که د هېواد د پاليسيو په اړه اختلاف څرګندول جرم ګڼل کېږي، نو دی به بيا هم په درناوي سره خپل اختلاف څرګندوي او له خپل دريځه به په شا نه شي.

 

هغه دعوه وکړه چې د جمعيت علماء اسلام هم د هېواد د امن او ثبات لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي. د ده په وينا، د ګوند له مشرانو، علماوو، مدرسينو او کارکوونکو څخه تر دوه سوه زيات کسان وژل شوي دي. نوموړي د مولانا حسن جان، مولانا نور محمد او مولانا معراج الدين په ګډون د يو شمېر وژل شويو علماوو يادونه وکړه او ويې ويل چې د دغو قربانيو درناوی نه دی شوی.

 

مولانا فضل الرحمان وويل، چې د باجوړ په يو بريد کې يې د خپلو لسګونو ملګرو جنازې پورته کړې او زياته يې کړه چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تاوتريخوالي له امله د جمعيت غړي او علما لا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 

هغه وويل چې، د خپل دريځ د روښانه کولو لپاره به د هېواد په څلورو واړو صوبو کې ولسي غونډې او کنونشنونه وکړي او خپل پيغام به خلکو ته ورسوي.

 

د جمعيت علماء اسلام مشر دا غوښتنه هم رد کړه چې ګواکې بايد له خپلو څرګندونو بښنه وغواړي. د ده په وينا، که چا د هغه خبرې ناسمې تعبير کړې او د ده او د ګوند پر ضد يې د پروپاګند کمپاين چلولی وي، نو بښنه بايد هماغه کسان وغواړي.

 

مولانا فضل الرحمان د خپلو خبرو په پای کې وويل چې د پاکستان د پوځ د شهيدانو، د جمعيت علماء اسلام د غړو او د هېواد د ټولو قربانيانو درناوی کوي او زياته يې کړه چې د هغوي د قربانيو سپکاوی هېڅکله د منلو وړ نه دی.

 

د يادونې وړ ده چې د مولانا فضل الرحمان وروستيو څرګندونو په پاکستان کې پراخ سياسي غبرګونونه راپارولي دي. د حکومت ځينو غړو او سياسي مخالفانو پرې نيوکې کړې دي، خو مولانا فضل الرحمان وايي، پر خپل دريځ ولاړ دی او له خپلو خبرو به په شا نه شي.