د لکي مروت د اباخېل سيمي د جامعه تعليم القرآن کفايه د استاد، مولانا سجاد، د بې درکه کېدو دعوه شوې ده. د مدرسې د مسؤلينو په وينا، نوموړی ،د جولایۍ په ۱۸مه، د شپې شاوخوا اته نيمي بجې له خپلې سيمي څخه له ځان سره وړل شوی او تر اوسه يې د ځای او حالت په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
د مدرسې د بيان له مخې، د مولانا سجاد کورنۍ، د مدرسې استادان او زده کوونکي د هغه د خونديتوب په اړه اندېښمن دي. مسؤلينو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې که نوموړی د کومې قانوني يا پلټنيزې چارې لپاره نيول شوی وي، نو د قانون او سيمه ييزو دودونو له مخې دې د هغه کورنۍ او د مدرسې مسؤلين په رسمي ډول خبر کړي او د هغه د حالت په اړه دې معلومات ورکړي.
تر اوسه د دې دعوې په اړه د اړوندو حکومتي ادارو رسمي دريځ نه دی خپور شوی.


غلام اکبر مروت