نیوجرسي : د امریکا د نیو جرسي په ډک لوبغالي کې د ۲۰۲۶م فیفا ورلډکپ فاینل لوبه د ریفري په وسل سره پېل شوه. د نړۍ د میلیونونو فوټبال مینه والو سترګې دې سترې مقابلې ته اوښتې وې. ارجنټاین د خپل نړیوال تشخص د ساتلو لپاره میدان ته راوتلی و، خو سپېن غوښتل د دویم ځل لپاره د نړۍ د اتلولۍ جام خپل کړي.
د لوبې له لومړیو شیبو سپېن د بال کنټرول په خپل لاس کې ساتلی و او د لامین یامال، نیکو ویلیمز او داني اولمو په مټ یې پرله پسې حملې کولې. ارجنټاین بیا د لیونل مېسي په مشرۍ د کاونټر اټېکونو په تمه و او هڅه یې کوله چې د سپېن د دفاع له تشو ګټه واخلي.
په لومړیو شلو دقیقو کې سپېن څو خطرناک شاټونه واخیستل، خو د ارجنټاین ګول کیپر ایمیلیانو مارتینز په زړه پورې سیفونه وکړل او خپل ټیم یې له ګول خوړلو وژغوره.
.jpeg)
له دې وروسته ارجنټاین هم ورو ورو ځان لوبې ته برابر کړ. مېسي د مډفیلډ نه د حملو جوړولو هڅه کوله او جولیان الوارېز ته یې څو ښه پاسونه ورکړل، خو د سپېن دفاع هر ځل بال لرې کړ او خطر یې له منځه یووړ.
د فرسټ هاف تر وروستیو دقیقو سپېن بیا هم پر لوبه واکمن و او د ارجنټاین پر ګول یې فشار زیات کړ، خو د دواړو ټیمونو د دفاع او ګول کیپرانو د ښې لوبې له امله لومړۍ نیمایي بې له ګوله پای ته ورسېده.
د سېکنډ هاف له پېل سره هم د لوبې بڼه بدله نه شوه. سپېن د بال کنټرول په خپل لاس کې ساتلی و او د ارجنټاین پر دفاع یې پرله پسې فشار راوړ. لامین یامال او نیکو ویلیمز څو ځله د ګول جوړولو ښه موقعې پیدا کړې، خو مارتینز یو ځل بیا د خپل ټیم د ژغورنې لامل شو.
ارجنټاین بیا د مېسي په مشرۍ د چټکو کاونټر اټېکونو هڅه کوله، خو د سپېن ګول کیپر اونای سیمون او د هغه دفاعي کرښې د ارجنټاین ټولې حملې شنډې کړې.
د لوبې وروستیو شېبو ته چې وخت ورسېد، سیالي لا نوره هم توده شوه. په اضافه شویو دقیقو کې د ارجنټاین انزو فرناندېز د سخت فاول له امله دویم ژېړ کارت ترلاسه کړ او ریفري ورته ریډ کارډ وښود. له دې وروسته ارجنټاین د یوه لوبغاړي په کمښت لوبه روانه وساتله.
.jpeg)
د ټاکلي وخت تر پای پورې هېڅ ټیم د ګول په وهلو بریالی نه شو او ریفري د اېکسټرا ټایم اعلان وکړ.
په اېکسټرا ټایم کې سپېن د یوه لوبغاړي د برترۍ نه ښه ګټه واخیسته. د بال کنټرول یې لا هم په خپل لاس کې ساتلی و او پرله پسې حملې یې کولې، په داسې حال کې چې ارجنټاین تر ډېره په دفاع بوخت و.
د اېکسټرا ټایم په ۱۰۶مه دقیقه کې لامین یامال د ښي اړخ نه یو ښکلی کراس وکړ. بال د ارجنټاین د دفاع له ګډوډۍ وروسته فېران تورېس ته ورسېد او هغه په پیاوړي شاټ سره بال د جال دننه ولېږه.
له دې ګول سره سپېن یو ـ صفر مخکې شو او د لوبغالي زرګونه مینه وال په خوښۍ ودرېدل.

له ګول وروسته ارجنټاین، سره له دې چې لس کسیز و، د برابرۍ ګول لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې. مېسي د حملو مشري کوله، خو د سپېن دفاع او ګول کیپر اونای سیمون د ارجنټاین ټولې موقعې شنډې کړې.
ریفري د لوبې د پای وسل وکړ او د سپېن لوبغاړي د خوشحالۍ په فضا کې د میدان منځ ته راټول شول. بل لور ته د ارجنټاین لوبغاړي، په ځانګړي ډول لیونل مېسي، د ماتې له امله خواشیني ښکارېدل.
سپېن د فېران تورېس د ۱۰۶مې دقیقې په یوازیني ګول ارجنټاین ته د صفر په مقابل کې په یوه ګول ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶م فیفا ورلډ کپ اتل شو.


مجید بابر