رستم : د مردان ضلعې د رستم په کالو ډېرۍ سيمه کې ،د جولایۍ په ۲۰مه، د سخت باران له امله د يوه کور د خونې چت راولوېد، چې له امله يې دوه واړه ماشومان مړه او د هغوي مور او خور سختې ژوبل شوې دي.
د رېسکيو ۱۱۲۲ چارواکو د وينا له مخې، د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې امبولانس او طبي ډله سيمي ته ورسېده او ژوبل کسان يې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته مردان مېډيکل کمپلېکس (اېم اېم سي) روغتون ته ولېږدول.
چارواکي وايي، په مړو شويو ماشومانو کې دوه کلن محمد حسين او يو کلنه زنېره، د محمد طاهر اولادونه، شامل دي. د پېښې له امله د محمد طاهر مېرمن او د هغه ۱۴ کلنه لور هم سختې ژوبل شوې دي.
تر اوسه د پېښې نور جزئيات نه دي خپاره شوي، خو لومړنۍ څرګندونې ښيي چې د پرله پسې بارانونو له امله د خونې چت راولوېد او دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.


پامیر جان