واڼا : د خیبر پښتونخوا د تعلیم محکمې د کوز سویلي وزیرستان د ضلعي تعلیم ښځینه افسرې دفتر د هغو سرکاري کارکوونکو د وارثینو لپاره د دندو غوښتنلیکونه غوښتي چې د دندې پر مهال مړه شوي یا د ناروغۍ له امله ريټايرډ شوي دي.
د جولایۍ په ۲۰مه، خپرې شوې خبرتیا له مخې، مستحق وارثین کولی شي خپل غوښتنلیکونه او اړین اسناد ،د جولایۍ تر ۲۴مې، د ضلعي تعلیم افسرې دفتر ته وسپاري. چارواکو ویلي دي، چې له ټاکلې نېټې وروسته ترلاسه شوي غوښتنلیکونه به ونه منل شي.
د غوښتنلیک لپاره د شناختي کارتونو، د مړینې یا میډیکل بورډ سند، د کورنۍ د ثبت سند، تعلیمي اسناد، ډومیسایل او نورو اړینو اسنادو وړاندې کول لازمي ګرځول شوي دي.


ظفر وزير