پېښور کې د خیبرپښتونخوا کرکټ چیمپئنز لیګ په رسمي ډول پرانېستل شو، چې د شپږو لوبډلو لوګوګانې او جرسۍ هم پکې معرفي شوې. په مراسمو کې ګورنر فیصل کریم کونډي، شاهد اپرېدی، سهېل خان کونډي او د کرکټ ګڼو شخصیتونو ګډون وکړ. چارواکو وویل، دا لیګ به د ځوانو لوبغاړو استعدادونه را برسېره کړي، د سولې مثبت پیغام به خپور کړي او د راتلونکو قامي کرکټرانو د روزنې لپاره به مهم پلیټفارم وي.