پاړاچنار : د کرمې ضلعې د منځنۍ برخې د ډوګر تړلي په سیمه کې ناڅرګنده وسله‌ والو د نادرا پر ګرځنده موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې موټر ته زیان اوښتی، خو د نادرا کارکوونکو ته مرګ‌ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، د نادرا ګرځنده موټر ،د جولایۍ په ۲۰مه، د ډوګر له دفتره د ادارې کارکوونکي د صدې بازار پر لور لېږدول، چې د تړلي سیمي په حدودو کې پرې وسله ‌والو ډزې وکړې.

 

پولیس وايي، په برید کې موټر په ګڼو مرمیو لګېدلی او زیانمن شوی دی، خو ټول کارکوونکي خوندي پاتې شوي دي. پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې او د بریدګرو د موندلو هڅې روانې دي.

 

د برید له غبرګون وروسته اعلان شوی دی چې د امنیتي اندېښنو له امله به سبا د کرمې ضلعې ټول د نادرا دفترونه تړلي وي.

 

بلخوا، قبایلي مشر ،مسرت بنګش، ویلي دي چې په منځنۍ کرمه کې د وسله ‌والو پېښو له زیاتېدو سره د ضلعې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د تګ راتګ لارې هم اغېزمنې شوې دي. هغه له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې د امنیت د ټینګښت لپاره دې اغېزمن او بېړني ګامونه پورته کړي.