رستم : د مردان د رستم ـ بونېر پر سړک د باغِ جبران سيمي ته نږدې ،د جولایۍ په ۲۰مه، له ماربلو باريو ټرک اپوټه شوی، چې له امله يې يو کس مړ او بل سخت ټپي شوی دی.
درېسکيو ۱۱۲۲ چارواکي وايي، چې د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د ژغورنې طبي ډله او امبولانس سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل او د ژغورنې چارې يې پېل کړې.
ژغورونکو ټپي کس ته په ځای لومړنۍ طبي مرستې ورکړې او وروسته يې د لا درملنې لپاره روغتون ته ولېږداوه، همدارنګه د مړ شوي کس جسد هم د قانوني کارروایۍ لپاره روغتون ته انتقال کړل شو.
د رېسکيو ۱۱۲۲ د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۲۵ کلن ارشاد مړ شوی، په داسې حال کې چې ۴۲ کلن لاجبر سخت ټپي شوی دی. لومړني معلومات ښيي چې دواړه کسان د بونېر ضلعې اوسېدونکي وو او له ماربلو بار ټرک کې بونېر ته روان وو، چې د باغِ جبران سيمي ته نږدې ټرک اپوټه شو.
تر اوسه د ټرک د اپوټه کېدو کره لامل نه دی څرګند شوی، خو چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پېل کړې دي.


پامیر جان