واشنګټن : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته سخت خبرداری ورکړی دی او ویلي یې دي، چې که ایران یو بل امریکايي سرتېری ووژني، نو امریکا به یې په ځواب کې «څو چنده» غبرګون وښيي.
ټرمپ دا څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۰مه، په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه پیغام کې کړې دي. هغه لیکلي دي، چې هر ځل چې ایران یو امریکايي سرتېری وژني، د هغه د وژنې بیه به څو چنده پرې کوي.

د امریکا ولسمشر ویلي دي، چې د دې پالیسۍ په اړه یې د دفاع وزیر ،پیټ هېګسېت، د ګډو ځواکونو لوي درستیز جنرال ،ډین کېن، او د امریکا ټولو لوړپوړو پوځي قوماندانانو ته رسمي لارښوونه کړې ده، څو د هر ډول ورته برید په صورت کې بېړنی او سخت پوځي غبرګون وښيي.
د ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی دی، چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه جګړه نهمې ورځې ته غځېدلې او په وروستیو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونه لا پسې زیات شوي دي.
د امریکايي چارواکو د معلوماتو له مخې، د جګړې له پېل راهیسي په ایران پورې تړلو بریدونو کې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي. وروستي بریدونه په اردن او عراق کې پر هغو اډو شوي، چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي.
په مقابل کې امریکا هم د ایران پر پوځي اډو، د توغندیو پر مرکزونو، د بې پیلوټه الوتکو پر تاسیساتو او د سپاه پاسداران اړوندو ځینو هدفونو پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي. امریکايي چارواکي وايي، دا عملیات د خپلو ځواکونو د ساتنې او د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.
ایران بیا وایي، چې د امریکا بریدونو ته به ځواب ورکولو ته دوام ورکړي او تر هغه به خپل عملیات نه دروي، څو ،د دوي په وینا، «بهرنی یرغل» پای ته نه وي رسېدلی. ایراني چارواکي ټینګار کوي چې د خپل هېواد د دفاع حق لري.
په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر تازه څرګندونو په نړیواله کچه اندېښنې زیاتې کړې دي. یو شمېر لوېدیځ او سیمه ییز هېوادونه خبرداری ورکوي، چې که جګړه همداسې پراخه شي، ښیي د منځني ختیځ نور هېوادونه هم پکې ښکېل شي او سیمه له لا ستر امنیتي او بشري بحران سره مخامخ شي.
سره له دې چې دواړه لوري لا هم پر یو بل بریدونو ته دوام ورکوي، ځیني هېوادونه، د ملګرو ملتونو چارواکي او یو شمېر سیمه ییز منځګړي هڅه کوي چې دواړه خواوې د خبرو مېز ته راولي، خو تر اوسه د اوربند یا مستقیمو مذاکراتو کومه څرګنده نښه نه ده لیدل شوې.
شنونکي وايي، چې د ولسمشر ټرمپ وروستۍ تنده لهجه ښيي چې واشنګټن غواړي ایران ته دا پیغام ورکړي چې د امریکايي ځواکونو پر ضد هر ډول برید به له سخت پوځي ځواب سره مخ شي. خو دوي خبرداری هم ورکوي چې دا ډول څرګندونې کولی شي جګړه لا پراخه او د سیمي امنیت نور هم له ګواښ سره مخ کړي.


مجید بابر