نوښار : د نوښار ضلعي امن کمېټۍ مرستيال مشر ،محمد اعجاز خان، د جولایۍ په ۲۰مه، د نوښار ـ مردان پر جي ټي سړک د ملنګ سي اېن جي کنډوالو ته نږدې په يوه هدفي بريد کې ووژل شو.
د پوليسو او ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، محمد اعجاز خان له يوې جرګې وروسته په خپل موټر کې د خپل کلي ګنډېري پر لور روان و، چې د نوښار ـ مردان جي ټي سړک پر غاړه د کنډوالو سيمي ته له رسېدو سره سم پرې د موټرسايکل سپرو پټ مخو وسله والو بريد وکړ.
پوليس وايي، چې بريدګرو د هغه پر موټر له دواړو لورو پرله پسې ډزې وکړې. محمد اعجاز خان د سختو ټپونو له امله پر هماغه ځای ساه ورکړه، او بريدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالي شول.
د نوښار پوليسو تاييد کړې چې مقتول ته د ۱۴ څخه تر ۱۸ مرمۍ لګېدلې دي، چې د بريد شدت څرګندوي. د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ ډلې د محمد اعجاز خان جسد د قانوني چارو او پوسټ مارټم لپاره د نوښار ضلعي مرکزي روغتون ته ولېږداوه.
د رسالپور سرکل ډي اېس پي جواد خان وويل، چې پوليسو د پېښې له ځايه شواهد راټول کړي او د بريدګرو د نيولو لپاره يې پراخې پلټنې پېل کړې دي. د هغه په وينا، د پېښې مقدمه د شپې ناوخته د نوښار کلا تاڼه کې ثبت شوې ده.
تر اوسه د بريد مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی او پوليس وايي، د هدفي وژنې د انګېزې د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.


ندیم مشواني