ماموند : د باجوړ ضلعې د ماموند تحصیل د خرکي سیمي سرکاري مډل سکول ،د جولایۍ د ۲۰مې او ۲۱مې، ترمنځ د شپې په یوه زوروره چاودنه کې سخت زیانمن شوی دی.

 

ځايي سرچیني وایي، چې ناپېژاندو کسانو د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستو د سکول په ودانۍ کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو، چې وروسته یې چاودنه وکړه. د چاودنې له امله د سکول ودانۍ ته دروند زیان اوښتی او په سیمه کې وېره او اندېښنه خپره شوې ده.

 

له پېښې وروسته پولیس او د امنیتي ادارو نور چارواکي د پېښې ځای ته ورسېدل، شواهد یې راټول کړل او د چاودنې د څرنګوالي او عاملانو د موندلو لپاره یې پلټنې پېل کړې.

 

د باجوړ د پولیسو ډي اېس پي نیاز خان د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او د مسؤلینو د نیولو لپاره هڅې دوام لري.

 

تر اوسه هېڅ وسله‌ والې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، او چارواکو هم د پېښې د انګېزې او مسؤلینو په اړه نور رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.