اسلام اباد : پاکستان او کاناډا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دي چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د وضعیت، سیمه ‌ییز امنیت او د ترهګرۍ د دوامداره ګواښونو په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې ده چې د امنیتي همکاریو کچه به نوره هم لوړه کړي.

 

د جولایۍ په ۲۱مه، په خپرې شوې ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې دواړه هېوادونه به په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د سازمان شویو پولو پورې غاړې جرمونو د مخنیوي په برخه کې خپلې همکارۍ پراخې او پیاوړې کړي.

 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، انیتا انند، د پاکستان د سفر پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره وکتل. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له لیدنې وروسته وویل چې دواړو لورو د افغانستان د وضعیت، سیمه‌ ییزو او نړیوالو پرمختګونو او د ترهګرۍ پر ضد د ګډې مبارزې په اړه د نظرونو تبادله وکړه.

 

اسحاق ډار تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل ای) په څېر ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

 

بل لور ته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ ویلي وو چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل تر هغه وخته ممکن نه دي، څو طالبان په لیکلې بڼه دا تضمین ور نه کړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د هېڅ وسله ‌والې ډلې له لوري نه کارول کېږي.

 

طالبان بیا په وار وار دا دعوه رد کړې او ټینګار کوي چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او په دغه هېواد کې د هغو وسله ‌والو ډلو شتون نه مني چې پاکستان یې یادونه کوي.

 

سره له دې چې د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ د همدې موضوع په اړه څو ځله خبرې اترې شوې، خو تر اوسه یې د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو د حل لپاره کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.