کوټه : د بلوچستان په مرکز کوټه کې ،د جولایۍ په ۲۱مه، د یوه ټرک چلوونکي په کور کې په یو وخت د پنځو ماشومانو د زېږېدو نادره خوشالي رامنځته شوې، چې د کورنۍ او ښاریانو ترمنځ یې د خوښۍ فضا رامنځته کړې ده.

 

د کورنۍ د معلوماتو له مخې، په نویو زېږېدلو ماشومانو کې درې نجونې او دوه هلکان شامل دي. مور او پلار دا ستر نعمت د الله تعالی ځانګړی رحمت بللی او د ماشومانو د روغتیا لپاره یې د دعا غوښتنه کړې ده.

 

د یادې کورنۍ مخکې هم درې ماشومان وو، چې له دې سره د دوي د ماشومانو شمېر اتو ته ورسېد. که څه هم کورنۍ د دغې خوښۍ هرکلی کوي، خو د ماشومانو د پالنې او د ژوند د لګښتونو په اړه اندېښنې هم لري.

 

د روغتیايي سرچینو په وینا، پنځواړه نوي زېږېدلي ماشومان د کوټې په یوه شخصي روغتون کې تر ځانګړې طبي څارنې لاندې دي. ډاکټران وايي، ماشومان د نوي زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې په څانګه کې ساتل کېږي او د ماهیرینو طبي ډله یې شپه او ورځ روغتیايي حالت څاري.

 

ډاکټران زیاتوي، چې د څو ماشومانو هممهاله زېږېدنه یوه نادره پېښه ده او په ځانګړي ډول که ماشومان له ټاکلي وخته مخکې نړۍ ته راشي، نو د هغوي لپاره دوامداره طبي څارنه اړینه وي. د هغوي په وینا، راتلونکې څو ورځې به د ماشومانو د روغتیا د ثبات لپاره مهمې وي.

 

په همدې حال کې د کوټې ګڼو اوسېدونکو هم د دغې کورنۍ له خوښۍ سره ځان شریک کړی او د پنځو واړو ماشومانو د بشپړې روغتیا، اوږد عمر او روښانه راتلونکي لپاره یې نیکې هیلې او دعاوې کړې دي.