اسلام ‌اباد : د پاکستان د پټرول پمپونو د مالکانو او د وفاقي حکومت ترمنځ د څو پړاوونو خبرو اترو له بې‌ پایلې کېدو وروسته، د پاکستان پټرولیم ډیلرز ایسوسی اېشن اعلان کړی چې ،د جولایۍ د ۲۲مې، نېټې د شپې له ۱۲ بجو به د هېواد په کچه ټول پټرول پمپونه د نامعلومې مودې لپاره وتړي.

 

د پټرولیم وفاقي وزیر ،علي پروېز ملک، په مشرۍ د حکومت او د پاکستان پټرولیم ډیلرز ایسوسی اېشن د مشرانو ترمنځ وروستۍ خبرې ، د جولایۍ په ۲۱مه، په ماښام ترسره شوې، خو دواړه لوري د ډیلرانو د مهمو غوښتنو په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېدل، او خبرې بې‌ نتیجې پای ته ورسېدې.

 

د پټرولیم ډیلرانو پلاوي کې د ټولنې مشر سلاکار ملک خدا بخش، راجه وسیم کیاني، چوهدري ظفر الهي، بابر علي چوهدري او چوهدري فیصل عارف شامل وو، په داسې حال کې چې د حکومت له لوري د پټرولیم وزارت او د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) چارواکو په مذاکراتو کې ګډون کړی و.

 

د ډیلرانو تر ټولو مهمې غوښتنې د دوي د کمېشن زیاتوالی، د پټرولو او ډیزلو د ورځني نرخ د ټاکلو د نوې طریقې په اړه اندېښنو ته رسېدنه، او د تېلو د بازار د تنظیم په پرېکړو کې د دوي سلا اخیستل دي. دوي وايي، په اوسنیو شرایطو کې د پمپونو چلول ورته له اقتصادي پلوه ګران شوي دي.

 

که د حکومت او ډیلرانو ترمنځ تر ټاکلي وخته نوې هوکړه ونه شي، نو د هړتال له پېل سره به په هېواد کې د پټرولو او ډیزلو د رسولو بهیر اغېزمن شي او د تېلو د کمښت اندېښنې به زیاتې شي.