کابل : د افغانستان د والیبال فدراسیون وايي، چې د پاکستان له لوري د ویزو د ناوخته صادرېدو له امله د هېواد ملي لوبډله ونه توانېده چې د مرکزي اسیا د والیبال ټولنې د ۲۰۲۶م کال په اتلولۍ کې ګډون وکړي.
فدراسیون ،د جولایۍ په ۲۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې ملي لوبډلې د دغو سیالیو لپاره څو اوونۍ په کابل کې تمرینونه کړي وو او ټاکل شوې وه چې د سیالیو له پیلېدو مخکې اسلام اباد ته سفر وکړي، خو د لوبغاړو او روزنیز پلاوي ویزې پر وخت صادرې نه شوې.
د فدراسیون په وینا، ویزې وروسته صادرې شوې، خو تر هغه وخته د سیالیو مهالوېش داسې پړاو ته رسېدلی و چې د افغانستان ګډون نور عملي نه و.
د مرکزي اسیا د والیبال ټولنې د ۲۰۲۶م کال اتلولي ،د جولایۍ له ۲۲مې څخه تر ۲۹مې، نېټې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره کېږي. افغانستان د ګډون کوونکو هېوادونو له ډلې و او د سیالیو د کوربه هېواد په توګه پاکستان ته د سفر لپاره یې ویزو ته اړتیا لرله.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د افغانستان د لوبډلې د ویزو د ځنډ په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د افغانستان د والیبال فدراسیون ویلي دي، چې د ویزو د ځنډ له امله د ملي لوبډلې نه ګډون د افغان لوبغاړو لپاره یو مهم نړیوال فرصت له منځه یووړ.


شال نیوز