تهران : د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په میرجاوه ښار کې د جمعې لمانځه سني امام، مولوي محمد انور ریګي، د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.
د ایراني چارواکو په وینا، پېښه ،د جولایۍ په ۲۰مه، د پاکستان پولې ته نږدې په میرجاوه ښار کې شوې ده. چارواکو ویلي دي، چې د برید د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره یې پلټنې پېل کړې او له خلکو یې غوښتي چې ارام پاتې شي.
ایراني چارواکي وایي، چې لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دې برید موخه په سیمه کې د امنیت ګډوډول او د مذهبي اختلافونو پارول وي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.
میرجاوه د ایران او پاکستان پر پوله پروت ښار دی او د سیستان او بلوچستان له هغو حساسو سیمو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې پکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ډلو ترمنځ څو ځله نښتې شوې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې ده چې په سیمه کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. ایراني چارواکي وایي، د برید د انګېزې او د بریدګرو د هویت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.


شال نیوز