اورکزي : د اورکزو د امن کمېټۍ د غړي ،حاجي عزت ګل، د جنازې لمونځ د اورکزو په ضلعي مرکز کې په سرکاري اعزاز ادا شو او وروسته نوموړی په بشپړو دولتي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.

 

د امنيتي سرچينو په وينا، د جنازې په مراسمو کې د ټل سکاوټس قوماندان، د کوهاټ ډويژن کمېشنر، د هنګو ډپټي کمېشنر، د هنګو د پوليسو مشر (ډي پي او)، د اورکزو ډپټي کمېشنر، د اورکزو د پوليسو مشر او د ملکي او پوځي ادارو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.

 

په جنازه کې د بېلابېلو مذهبي مکتبونو علماوو، قبایلي مشرانو، ملکانو، سيمه ييزو مشرانو او د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکو هم ګډون وکړ او نوموړي ته يې د درناوي پيرزوينې وړاندې کړې.

 

د جنازې ګډونوالو د هغه پر وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړه، دغه بريد يې په کلکو ټکو وغانده او له حکومت او امنيتي ادارو يې وغوښتل چې د ترهګرۍ د مخنيوي، د پېښې د عاملانو د نيولو او په سيمه کې د تلپاتې سولې د ټينګښت لپاره جدي او اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 

امنيتي سرچينې زياتوي، له پېښې وروسته په سيمه کې امنيتي تدابير سخت شوي، امنيتي ځواکونه لوړ چمتووالی لري او د بريد په اړه پلټنې روانې دي.

 

د يادونې وړ ده چې حاجي عزت ګل ،د جولایۍ په ۲۱مه، د هنګو د کډاپه سړک په سيمه کې د سړک غاړې د ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي په چاودنه کې ټپي شوی و او وروسته يې ساه ورکړه. هغه د اورکزو د امن کمېټۍ له فعالو غړو څخه و او د سيمي د سولې د هڅو له مهمو شخصيتونو ګڼل کېده.