په کرم کې د نادرا پر ګرځنده ټیم د نامعلومو وسله‌والو له ډزو وروسته دجولاي په ۲۱ مه د ضلعې ټول نادرا دفترونه تړلي شوي وو. د خدماتو د ځنډېدو له امله سلګونه خلک د شناختي اسنادو، بایومېټرک او نورو اړینو چارو لپاره له ستونزو سره مخ شوي دي.