د اورکزو د امن کمېټې د وژل شوي غړي حاجي عزت ګل، د جنازې لمونځ د اورکزو په ضلعي مرکز کې په سرکاري اعزاز ادا شو او وروسته خاورو ته وسپارل شو. په جنازه کې د ملکي او پوځي ادارو لوړپوړو چارواکو، قبایلي مشرانو، ديني عالمانو او سلګونو خلکو ګډون وکړ. چارواکو د ګلونو څادرونه کېښودل، دعاوې وشوې او ګډونوالو د امن د ټينګښت غوښتنه وکړه. راپور، ویډیو او غږ: مجید بابر شال نیوز – Voice for the Voiceless