دارالامان ته چې ورسېدو، داسې احساس مې وکړ لکه وخت چې څو لسیزې شاته تللی وي. د غني بابا د فکر، فلسفې او شاعرۍ هغه کور لا هم د هماغه ارام، سکون او وقار سا اخلي چې دی یې په خپل ژوند کې خاوند و.

د غني خان لمسی، مشعل خان، د خپل نیکه د حجرې په انګړ کې د بزګرانو ترمنځ ناست و. د پخو سپېدارو د ونو د پلور خبرې روانې وې او د کور خادمانو، د پښتني مېلمه پالنې له دود سره سم، راتلونکو مېلمنو ته هرکلی وایه.
د کال لومړني موسمي باران، که څه هم خاوره یې لمده کړې وه، خو د هوا ساه لا هم درنه وه. د چت یو زوړ پکه په ورو ورو تاوېده، خو د ګرمۍ زور یې نه شو ماتولی. د مشعل خان پر تندي هم د خولو څاڅکي ځلېدل؛ داسې ښکارېده لکه د خپلې ځمکې او ونو له هرې پاڼې سره چې یې د مینې تړون کړی وي. هغه که څه هم د انجینرۍ لوړې زده کړې کړې دي، خو زړه یې د خپل نیکه د باغونو، کروندو او دې خاورې له بوي سره تړلی دی.

زما لپاره دا یوازې یو ناڅاپی سفر نه و؛ دا د یوه خوب پوره کېدل وو. غوښتل مې د غني بابا د ژوند هره نښه په خپلو سترګو ووینم، د هغه د فکر د خونې دروازې لمس کړم او د هغه د حضور پاتې تودوخه احساس کړم. غوښتل مې هره خونه، هره کړکۍ او هره هغه وسیله ووینم چې د یو ستر شاعر، انځورګر او فیلسوف د ژوند شاهده پاتې شوې ده.
خو مشعل خان د خپلو مېلمنو او بزګرانو په منځ کې بوخت و. بیا هم د خبرو څو شیبې راته پیدا شوې. موږ ورته د خپلو محصلۍ د ورځو هغه خوږه خاطره وکړه، چې کله مو غني بابا زموږ د کالج یوې هنري غونډې ته رابللی و او ستر سندرغاړي سردار علي د هغه شعرونه په خپل ځانګړي غږ زمزمه کول. مشعل خان زموږ خبرې په داسې مینه اورېدې، لکه د خپل نیکه د ژوند کوم ورک شوی فصل چې بېرته موندل شوی وي. هغه رانه وغوښتل، که د هغې ورځې کوم انځورونه او یادونه لرو، ورسره یې شریک کړو.

هغه په ډېر شوق راته وویل چې غواړي د غني خان په نوم یو بنسټ جوړ کړي؛ داسې بنسټ چې د هغه انځورونه، ویناوې، لیکنې، شخصي یادګارونه او د ژوند له بېلابېلو شخصیتونو سره د هغه لیدنې راټولې او خوندي کړي، څو راتلونکي نسلونه یوازې د غني خان شعرونه ونه لولي، بلکې د هغه د فکر، ژوند او زمانې بشپړ انځور هم وویني.
په بیړه یې موږ ته د حجرې تر برنډې پورې د نویو لارو بدلونونه هم وښودل او زموږ نظر یې وغوښت. په همدې لنډو شېبو کې مې د هغه په شخصیت کې هغه عاجزي، مینه او درناوی ولید، چې سړی یې بې اختیاره د غني بابا د اخلاقو او انسان دوستۍ راپه زړه کوي.

د دې سفر تر ټولو ښکلی اړخ دا و چې د حجرې دروازه د هر چا پر مخ خلاصه وه. نه چا زموږ نوم وپوښت، نه یې د راتګ موخه. هماغسې لکه د پخوانیو پښتنو د حجرو دود، چې مېلمه پکې د پوښتنې نه، بلکې د هرکلي مستحق وي.
د غني بابا د ګلونو مینه لا هم په دارالامان کې ژوندۍ ده. د انګړ شنه چمنونه د رنګارنګ ګلونو په موسکا ښایسته وو، او د حجرې په یوه برخه کې بزګران د سبزیو پالنه کوله. داسې ښکارېده چې دلته لا هم د شعر، طبیعت او ژوند ترمنځ هغه پخوانۍ ملګرتیا نه ده مړه شوې.

له بده مرغه، زه او زما د ښوونځي او کالج ملګری د کور دننه خونې ونه شوې لیدلی. خو مشعل خان په مینه ژمنه وکړه چې بل ځل به موږ د دارالامان هره کوټه، هره زینه او هر هغه ګوټ راوګرځوي چې د غني بابا د فکر او تخلیق شاهد پاتې شوی دی.
ځیني سفرونه منزل ته د رسېدو لپاره نه وي؛ د روح د بډایه کېدو لپاره وي. دارالامان ته دا لنډ سفر همداسې یو سفر و. موږ له هغه ځایه یوازې ونه، ګل او ودانۍ ونه لیدلې؛ موږ د یوه ستر انسان د فکر، ښکلا او انسان دوستۍ هغه خوشبویي له ځانه سره راوړه، چې لا هم د دارالامان په هوا کې خپره ده.


ابراهیم شینواری