مستونګ : د بلوچستان د مستونګ پر ملي لويه لاره د نامعلومو وسله‌ والو په ډزو کې د مستونګ د سېشن عدالت قاضي عبدالحکیم کاکړ او د هغه ساتونکی محمد زمان وژل شوي، ايډيشنل سېشن جج طارق لاشاري او یو بل کس سخت ټپیان شوي دي.

 

د مستونګ د پولیسو ډي اېس پي رفیق بلوچ ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ د ۲۲مې او ۲۳مې، ترمنځ شپه شاوخوا ۱۱ بجې وروسته هغه مهال رامنځته شوه، کله چې قاضي عبدالحکیم کاکړ او اضافي سېشن قاضي طارق لاشاري له کوټې څخه د مستونګ سېشن عدالت ته د دندې لپاره روان وو. د نوموړي په وینا، نامعلومو وسله ‌والو د هغوي پر موټر ناتاره ډزې وکړې.

 

د پولیسو په وینا، په برید کې قاضي عبدالحکیم کاکړ او د هغه ساتونکی محمد زمان پر ځای ووژل شول، خو اضافي سېشن قاضي طارق لاشاري او یو بل کس سخت ټپیان شول. پولیس وايي، د وژل شویو مړي او ټپیان سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوي، چرته چې ټپیانو ته درملنه روانه ده.

 

 

اضافي سېشن قاضي طارق لاشاري

 

 

له برید وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او د بریدګرو د نیولو لپاره یې د لټون عملیات پېل کړي دي. د پېښې د انګېزې او مسؤلینو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

 

د بلوچستان اعلا وزیر ،میر سرفراز بګټي، دا برید په سختو ټکو غندلی او دا یې په ریاست برید بللی دی. اعلا وزیر وویل چې د امن دښمنانو پرضد به سخت چلند او کاروایي وشي.

 

بلخوا، د بلوچستان بار کونسل په یوه اعلامیه کې دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې د قاضي عبدالحکیم کاکړ وژنه د عدلي نظام او د قانون پر حاکمیت مستقیم برید دی. بار کونسل د بلوچستان په ټولو محکمو کې د درې ورځني ماتم او نن (پنجشنبه) د بشپړې کاري اعتصاب اعلان هم کړی او له حکومت څخه یې د بریدګرو د زر تر زره نیولو او قانوني سزا غوښتنه کړې ده.