لاهور : د پاکستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۶-۲۷م کال د نارینوو د کورني کرکټ ټایم ټيبل اعلان کړی او وايي، چې سږنی کورنی سیزن یې د ۲۰۲۷م کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د پاکستان د ملي لوبډلې د تیاریو په پام کې نیولو سره ترتیب کړی دی.
د بورډ له مخې، د کورني کرکټ نوی سیزن به د اګست په ۱۱مه په ملتان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د نېشنل چیمپینز کپ په نوم د لیسټ-ای سیالیو په پېل سره شروع شي. ورپسې به د اګست له ۲۱مې تر سپتمبر اتمې پورې د اتو لوبډلو ترمنځ صدرز کپ ګریډ-۱ ترسره شي، څو ملي او راټوکېدونکي لوبغاړي د ۲۰۲۷م نړیوال جام نه وړاندې د پنځوس اوریزو سیالیو ښه تیاري وکړي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي، د سږني سیزن په ټایم ټيبل کې د ملي لوبډلې، کورني کرکټ، ډیپارټمنټل کرکټ، د عمرونو د بېلابېلو کټګوریو او ضلعي کچې سیالیو ته ځانګړې پاملرنه شوې، څو د هېواد په کچه د استعدادونو روزنه او د لوبغاړو پرمختګ یقیني شي.
د فرسټ کلاس کرکټ تر ټولو مهمه سیالي، قایداعظم ټرافي، به سږکال په دوو ډویژنونو، ګولډ او سلور کې ترسره کېږي. ګولډ ډویژن کې به د تېر سیزن اته غوره سیمه ییزې لوبډلې ولوبېږي، په داسې حال کې چې سلور ډویژن کې به ۱۲ لوبډلې، د پېښور او سیالکوټ نوې لوبډلې هم پکې شاملې وي، سیالي وکړي. دواړه ټورنامنټونه به د نومبر له لومړۍ نېټې پېل شي.
د پاکستان کرکټ بورډ د سیمه ییز کرکټ د پراختیا لپاره د پېښور او سیالکوټ سیمو ته یوه ـ یوه نوې لوبډله هم ورکړې ده. له دې سره به اوس د هېواد ټولې ۱۶ کرکټ سیمي په فرسټ کلاس کرکټ کې برخه اخلي، او لاهور، کراچۍ، پېښور او سیالکوټ به هر یو دوه ـ دوه سیمه ییزې لوبډلې ولري.
په شل اوریز کرکټ کې به نېشنل ټي-۲۰ کپ هم په دوو پړاوونو، ګولډ او سلور، کې ترسره کېږي. د سلور پړاو سیالۍ به د ۲۰۲۷م کال د فبرورۍ له پنځمې تر نولسمې په لاهور کې وي، او دوه غوره لوبډلې به د ګولډ پړاو لسو لوبډلو سره یوځای شي. د ګولډ پړاو سیالۍ به د فبرورۍ له ۲۳مې تر مارچ شپږمې دوام وکړي.
د عمرونو د کټګورۍ په سیالیو کې به د ۱۹ کلنو لوبغاړو لپاره درې ورځنۍ او پنځوس اوریزې ملي سیالۍ په فیصل اباد، پېښور، سیالکوټ او ملتان کې ترسره شي. همدارنګه د ۱۵ کلنو او ۱۷ کلنو لوبغاړو ملي ټورنامنټونه به هم د تېر سیزن په څېر دوام ولري.
پاکستان کرکټ بورډ د ښوونځیو د استعداد موندنې پروګرام هم پراخ کړی دی. د بورډ په وینا، سږکال به دا پروګرام د ۳۹ ضلعو پر ځای په ۱۰۰ ضلعو او د ۴۵۰ ښوونځیو پر ځای په ۱۲۰۰ ښوونځیو کې عملي کېږي، څو له لرې پرتو سیمو هم نوي استعدادونه وموندل شي.
د پاکستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ د عملیاتو مشر اسامه شارون وايي، چې د سږني سیزن تر ټولو مهم هدف د ۲۰۲۷م نړیوال جام لپاره د پاکستان د ملي لوبډلې تیاری دی، ځکه یې د سیزن په پېل کې دوه لیسټ-اې ټورنامنټونه شامل کړي دي.
هغه وايي، ټولو ۱۶ سیمو ته د فرسټ کلاس کرکټ برابرول، د سیمه ییزو اکاډمیو جوړول او د کورني کرکټ لپاره د مالي ملاتړ پراخول د بورډ هغه ګامونه دي چې د پاکستان د کرکټ راتلونکی به لا پیاوړی کړي.
د پاکستان کرکټ بورډ د اعلان له مخې، د ۲۰۲۶-۲۷م کورنی کرکټ سیزن به د اګست په ۱۱مه پېل او د ۲۰۲۷م کال د جون تر ۱۵مې پورې دوام وکړي، چې پکې به د فرسټ کلاس، لیسټ-اې، شل اوریزو، د عمرونو د بېلابېلو کټګاریانو او ضلعي کچې لسګونه سیالۍ ترسره کېږي.


شال نیوز