کوهاټ : د مومندو ضلعې د مامد ګټ په سیمه کې د ماین (ایي اي ډي) چاودنې له امله وژل شوي د فرنټير کور (ایف سي) لانس نايک محی الدین د جنازې لمونځ ،د جولایۍ په ۲۳مه، په کوهاټ کې د هغه په پلرني کلي کمرډنډ کې د حکومتي مراسمو تر سیوري لاندې ادا شو.

 

د جنازې په مراسمو کې ملکي او پوځي چارواکو، د ایف سي افسرانو ،سرتېرو، د سیمي مشرانو او ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و. په دې موقع د وژل شوي سرتېري تابوت ته د درناوي ګارډ وړاندې شو او چارواکو د هېواد د امنیت لپاره د هغه خدمتونه او قرباني وستایله.

 

وروسته لانس نايک محی الدین د بشپړو پوځي مراسمو په ترڅ کې خپلی پلرني هدیره کی خاورو ته وسپارل شو.

 

د یادونې وړ ده چې لانس نايک محی الدین ،د جولایۍ په ۲۲مه، د مومندو ضلعې د مامد ګټ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د دندې پر مهال د ماین چاودنې له امله وژل شوی و.