د پاکستان ښځينه کرکټ لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لړۍ یې په بریا پیل کړه.
سریلانکا لومړی بیټینګ وکړ او د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې پاکستان ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.
د پاکستان له لوري نښرا سندهو درې، تسمیه رباب دوه، او امِ حاني، سیده عروب شاه او فاطمه ثنا یوه، یوه ویکټه واخیسته.
په ځواب کې ګل فیروزه په ۷۸ او سدره امین په ۵۷ منډو د پاکستان د بریا بنسټ کېښود. عایشه ظفر ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او پاکستان ټاکل شوی هدف د پنځو ویکټو په زیان او ۴۲ توپونه مخکې پوره کړ.
ګل فیروزه د لوبې غوره لوبغاړې وټاکل شوه. د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه یو ورځنۍ لوبه به د جولای په ۲۵مه ترسره شي.


شال نیوز