سلارزي : د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصیل په باټوار کلي کې ،د جولایۍ په ۲۳مه، د سختو بارانونو له امله د یوه کور چت نړېدلی، چې له امله یې یوه دوه کلنه ماشومه مړه او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

 

د صوبايي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم ای) د سرچینو په وینا، په پېښه کې دوه کلنې تمیمې ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچیني وايي، په ټپیانو کې د کور ۶۰ کلن مالک نیاز محمد او درې ښځې شاملې دي. ټول ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د پي ډي اېم ای د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د باجوړ په ګډون د خېبرپښتونخوا په ګڼو سیمو کې د سختو بارانونو له امله د کورونو نړېدو او نورو زیانونو پېښې هم رامنځته شوې دي۔