د افغانستان د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، چې د دغه ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ د کلوب دواب په کلي کې د ځمکې ښوویېدنې له امله یو کس مړ شوی او بل سخت ټپي شوی دی. د یاد ریاست ،د جولایۍ د ۲۳مې، په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د پېښې پر مهال دوه کسان د خاورو لاندې بند پاتې شوي وو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، د شغنان ولسوالۍ د نوادک کلي اوسېدونکی امید په دې پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی. همدارنګه د ارغنج خواه ولسوالۍ د کلوب دواب کلي اوسېدونکی نیت بیک د سر له سختو ټپونو سره مخ شوی او د چارواکو په وینا، روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي دي چې د پېښې د څرنګوالي او د احتمالي زیانونو د ارزونې چارې لا هم روانې دي.


شال نیوز