کابل : د افغانستان کرکټ بورډ د ،حشمت الله شهیدي، له استعفا وروسته تجربه‌ کار بېټسمین ،رحمت شاه، د افغانستان د ټېسټ او یو ورځنیو (ونډې) ملي لوبډلو نوی کپتان ټاکلی دی. د کرکټ بورډ ،د جولایۍ د ۲۳مې، د اعلان له مخې، رحمن الله ګربز د دواړو فارمټونو لپاره د مرستیال کپتان په توګه ټاکل شوی دی.

 

حشمت الله شهیدي د ۲۰۲۱م کال د مې په ۳۱مه د ملي لوبډلې کپتان ټاکل شوی و. نوموړي خپله لومړۍ لوبلړۍ د ۲۰۲۲م کال په جنورۍ کې د نېدرلېنډز پر وړاندې په بریا پېل کړه، خو پرون یې له کپتانۍ استعفا ورکړه. شهیدي د خپلې کپتانۍ پر مهال په ۵۵ نړیوالو سیالیو کې د افغانستان مشري وکړه، چې له دې ډلې یې لوبډلې ۲۷ لوبې ګټلې دي.

 

د هغه په مشرۍ افغانستان د ۲۰۲۳م کال د یو ورځنیو نړیوال جام پر مهال انګلستان، پاکستان، نېدرلېنډز او سریلانکا ته ماتې ورکړه او په ټورنمنټ کې یې شپږم مقام خپل کړ. همداراز د چیمپینز ټرافي په سیالیو کې هم افغانستان انګلستان ته ماتې ورکړه او پنځم ځای یې خپل کړ.

 

د حشمت الله شهیدي د کپتانۍ پر مهال افغانستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال کرکټ شورا د یو ورځنیو لوبډلو په درجه‌ بندۍ کې اووم مقام ته ورسېد، چې د افغانستان د کرکټ یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کېږي.

 

افغانستان کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي د خدمتونو ستاینه کړې او رحمت شاه ته یې د نوې دندې د بریا هیله څرګنده کړې ده. بورډ وايي، چې رحمت شاه له څو کلونو راهیسي د ټېسټ او ونډې لوبډلو مرستیال کپتان و او په بېلابېلو سیالیو کې یې د لنډمهالي کپتان په توګه هم د لوبډلې مشري کړې ده. د بورډ په وینا، نوموړی د نړیوال کرکټ، لوبډلمشرۍ او د ټیم د مدیریت پراخه تجربه لري.