کپادوکیا د ترکیې له تر ټولو تاریخي، طبیعي او زړه راښکونکو سیمو څخه ده. دا سیمه میلیونونه کاله وړاندې د اورغورځوونکو غرونو د لاوې او ایرو له امله رامنځته شوې، خو نن د خپلو ځانګړو ډبرو، لرغونو غارونو، د ځمکې لاندې ښارونو او سلګونو رنګینو هوايي بالونونو له کبله د نړۍ د ګرځندوی له تر ټولو مشهور ځایونو څخه ګڼل کېږي. په دې مستند کې به د کپادوکیا د طبیعي جوړښت، لرغوني تاریخ، د لومړنیو مسیحیانو د پټنځایونو، د ځمکې لاندې ښارونو، د بالونونو د سفر کیسې او د دې سیمې د نړیوال شهرت رازونه ووینئ.


مجید بابر