بنو : د بنو پولیس وايي، چې د ضلعې په ډومېل تاڼه کې د اکبر علي خان کلي، سده خېل او شاوخوا سیمو کې یې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) سره په ګډه د لټون عملیات ترسره کړي، چې پکې اووه مشکوک کسان نیول شوي دي.

 

د بنو د پولیسو له لوري ،د جولایۍ په ۲۴مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دغه عملیات د ضلعي پولیسو مشر کېپټن (ر) محمد فرقان بلال په مشرۍ ترسره شوي دي. په عملیاتو کې د سي ټي ډي مشر فضل وحید خان، اېس پي رورل اسد علي شاه، اېس پي سټي شیر حسن خان، د ضلعې پولیسو، چټک غبرګون ځواک او د سي ټي ډي سرتېرو ګډون کړی دی.

 

پولیس وايي، چې د عملیاتو پر مهال کور په کور تلاشي واخیستل شوه، مشکوک پټنځایونه او مهم ځایونه وپلټل شول او د سیمې امنیتي وضعیت هم وارزول شو. د خبرپاڼې له مخې، د عملیاتو په پایله کې اووه مشکوک کسان نیول شوي او د نورو پلټنو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

 

پولیسو د نیول شویو کسانو هویت او د هغوي پر ضد د لګېدلو تورونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

 

د بنو د پولیسو مشر کېپټن (ر) محمد فرقان بلال ویلي دي، چې په ضلعه کې د امن او نظم د ټینګښت، د جرمي او وسله والو ډلو پر ضد د اقداماتو او د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره به د لټون او چاڼ عملیات په پرله‌پسې توګه دوام ولري.