د ناټو اړوند هوايي دفاعي ځواکونو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه هغه مهال نسکوره کړه چې د ناټو د یوه غړي هېواد د هوايي حریم پر لور روانه وه. د برېتانیا دفاع وزارت ویلي دي، چې د ناټو د ګډ هوايي دفاعي سیستم ځواکونو بې پیلوټه الوتکه شنډه کړه او په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ لا پسې زیات شوی دی. ایران په وروستیو ورځو کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر پوځي اډو د بریدونو ګواښونه کړي او ویلي یې دي چې هره هغه اډه چې د ایران پر ضد ترې عملیات ترسره کېږي، د تهران لپاره مشروع پوځي هدف ګڼل کېږي.
د ایران سپاه پاسداران دعوه کړې چې د امریکا ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې د برېتانیا له یوې هوايي اډې څخه د ایران پر ضد عملیات ترسره کوي. په ځواب کې د برېتانیا حکومت ویلي دي، چې که د ایران له لوري پر برېتانیا یا د هغې پر پوځي تاسیساتو هر ډول برید وشي، هېواد یې د ناټو له متحدینو سره په ګډه بشپړ دفاعي چمتووالی لري.
تر اوسه ایراني چارواکو د خپلې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز