نوښار : د کوهاټ په نښته کې وژل شوي د خیبر پښتونخوا د اېکسایز محکمې اسسټنټ سب انسپکټر ،سجادالاسلام، جنازه ،د جولایۍ په ۲۴مه، د نوښار په بر خویشګي کلي کې وشوه.
په جنازه کې د اېکسایز محکمې سېکرټر خالد الیاس، د نشي توکو ضد څانګې اضافي ډايريکټر جنرل ډاکټر انجنير عید بادشاه، د پېښور سيمې ډايريکټر، د اېکسایز او مالياتو افسرانو، سرکل افسرانو، د اېکسایز تاڼو مشرانو او د محکمې نورو چارواکو او کارکوونکو ګډون وکړ. د دې ترڅنګ سياسي او ټولنيزو شخصيتونو هم په جنازه کې ګډون کړی و.
چارواکي وايي، چې سجادالاسلام د کوهاټ د اېکسایز دفتر اسسټنټ سب انسپکټر و او ،د جولایۍ په ۲۳مه، د خپلې دندې پر مهال د وسله والو په بريد کې ووژل شو. د خیبر پښتونخوا د اعلا وزير د اېکسایز سلاکار زرعالم خان د جنازې ګډونوالو ته په وينا کې وويل، چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی او د امنيت لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.
د اېکسایز محکمې ويلي دي، چې د سجادالاسلام قرباني به تل په درناوي ياد ساتي او د هغه له کورنۍ سره به هر ډول ممکنه مرسته کوي.


ندیم مشواني