باجوړ : د باجوړ په ضلعه کې یوه ۲۲ کلنه ځمکنۍ شخړه د قامي جرګې په منځګړیتوب د دواړو لورو په رضا هواره شوې ده. د دې شخړې د هواري لپاره ،د جولایۍ په ۲۵مه، د ډاکټر الیاس مجاهد په استوګنځي، ملاخېل هاوس، کې ستره جرګه جوړه شوې وه.
په جرګه کې د حاجي عبدالخالق ملاخېل او ډاکټر لیاقت علي، چې د خار د ضلعي روغتون د ماشومانو متخصص ډاکټر دی، ترمنځ اوږدمهاله شخړه پای ته ورسېده.
په جرګه کې مولانا ضیاءالرحمان، شیخ الحدیث مولانا ذاکرالله، شیخ جانزاده، ملک عطاالله خان، حاجي نظام ملاخېل، حاجي محمد نذیر ملاخېل، مولانا محمد اسرار ملاخېل، مولانا محمد باچا ملاخېل او د ملاخېل او میاخېل قبیلو ګڼو مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی و.
د جرګې ګډونوالو وویل، چې د قامي جرګو له لارې د شخړو هواری د ټولنیز یووالي، ورورولۍ او سولې په ټینګښت کې مهم رول لري. د جرګې غړو د دواړو لورو ستاینه وکړه چې د جرګې پرېکړه یې ومنله. د جرګې په پرېکړه دواړو خواوو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د متقابل درناوي او ورورولۍ په فضا کې ژوند کوي.


حسبان الله باجوړې