واڼا : د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې ویلي دي، چې د خانکوټ زرمیلن په سیمه کې د سلیمان خېل دینارخېل څانګې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر شخړه د ډزو په تبادله کې اووه کسان ټپیان شوي، چې د یو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

 

د ضلعي انتظامیې په وینا، نښته ،د جولایۍ په ۲۵مه، د ملک ګلان او ملک لال خان د ډلو ترمنځ شوې ده. ټول ټپیان د درملنې لپاره د واڼا مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د انتظامیې د معلوماتو له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه څو ورځې وړاندې هم رامنځته شوې وه. هغه مهال د سلیمان خېل سلطان خېل مشرانو په منځګړیتوب د څلور ورځني اوربند (تړون) پرېکړه شوې وه، خو د انتظامیې په وینا، دغه اوربند مات شو او نن یو ځل بیا دواړه لوري سره ونښتل.

 

ضلعي انتظامیه وایي، چې د سیمې مشرانو له تازه نښتې وروسته یو ځل بیا منځګړیتوب کړی او د دواړو لورو ترمنځ یې د درې ورځني اوربند پرېکړه کړې ده. د دې پرېکړې له مخې، دواړه لوري به تر راتلونکو درې ورځو پورې پر یو بل برید نه کوي.

 

انتظامیې زیاته کړې ده چې د وضعیت د کنټرول لپاره هڅې روانې دي او له دواړو خواوو یې غوښتي چې د مشرانو پرېکړې ته درناوی وکړي.