د سويلي وزیرستان د تویې خلې تحصیل په زرملن سیمه کې شاوخوا ۸۰ زره وګړي ژوند کوي، خو لا هم له بنسټیزو اسانتیاوو بې‌ برخې دي. د سیمې اوسېدونکي د روغتیا، زده‌ کړو، پاکو اوبو، سړکونو او برېښنا د نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ دي. خلک له حکومت څخه غواړي چې د زرملن د پرمختګ او د بنسټیزو خدمتونو د برابرولو لپاره عملي او بیړني ګامونه پورته کړي.