نوښار : د ټانک په منجهي خېل امنيتي پوستې د شوي ځانمرګي بريد پر مهال وژل شوی د پاکستان پوځ سرتېرى، نايک اسد خان، د جولایۍ په ۲۵مه، د نوښار په خپل پلرني کلي شیدو کې خاورو ته وسپارل شو.

 

د جنازې په مراسمو کې د پاکستان پوځ لوړپوړو چارواکو، د ملکي ادارو استازو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو او د سيمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون وکړ.

 

د پوځ د يوی دستې له لوري د هغه پر قبر سلامي وړاندې شوه. همدارنګه د فيلډ مارشل عاصم منير، د پېښور کور کمانډر او د پوځ د نورو لوړپوړو چارواکو له خوا د هغه پر قبر د درناوی په توګه د ګلونو ګیډۍ کېښودلی شول.

 

د نايک اسد خان پلار د جنازې پر مهال وويل، چې زوې يې د هېواد د دفاع لپاره خپل ژوند قربان کړی او د کورنۍ نوم يې په وياړ لوړ کړی دی.

 

د پوځ د معلوماتو له مخې، نايک اسد خان د پوځ د توپخانی د څانګی غړی و. هغه خپل مور او پلار، يو زوې او يوه لور يتیمان پرېښي دي.