لکي مروت : د لکي مروت د لکي سټي پوليسو د لومړني معلوماتي راپور له مخې، د بلوچستان د سرحدي ځواکونو اېف سي يو سرتېرى ،د جولایۍ په ۲۵مه، ماښام د لکي مروت د شاه حسن خېل په کلي کې په ډزو وژل شوی دی.
د پوليسو په وينا، وژل شوی سرتېرى ،بلقياز د ممتاز زوې، د مستي خېل اوسېدونکی و. نوموړی خپلوانو ته د ورتګ لپاره شاه حسن خېل ته تللی و، چې هلته پرې ناڅرګنده وسله والو ډزې وکړې او ژوند يې له لاسه ورکړ.
امنیتي او پوليسي چارواکو ويلي دي، چې د پېښې د څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې دوام لري او نور جزئيات به له رسمي څېړنو وروسته څرګند شي.
بل خوا، د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې د ،جولایۍ په ۲۷مه، خپرې کړې اعلامیه کې د دې برید مسولیت منلی دی.


غلام اکبر مروت